جهاد او ګډ تاریخ؛ د طالبانو او القاعده شبکې د وصل ټکي | آلمان او نړۍ | DW | 18.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

جهاد او ګډ تاریخ؛ د طالبانو او القاعده شبکې د وصل ټکي

د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په ترڅ کې طالبانو امریکا ته ژمنه ورکړې چې په راتلونکې کې به د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد ونه کارول شي. په دې ژمنو کې له القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکې پریکول هم شامل وو.

خو پر دې ژمنو سربیره جهاد او ګډ تاریخ هغه څه ده چې یادې دواړه وسله والې ډلې سره وصل کړي او داسې نه بریښې چې دواړې ډلي به په نیږدې راتلونکې کې خپلې لارې سره جلا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي ول چې طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د مذاکراتو په لړۍ کې منلې وه چې له القاعده شبکې سره به اړیکې قطع کوي، داسې مذاکرات چې ولسمشر ترمپ د یوه ټویټ له لارې بیرته لغوه کړل.

د چارو د شنونکو او کارپوهانو په حواله د القاعده شبکې مشران لا هم د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخندزاده سره خپل بیعت اعلان کړی او زیاتوي چې په ورستیو کلونو کې القاعده شبکه یو ځل بیا د غښتلي کیدو په درشل کې ده.

دغه شنونکي په دې باور دي چې القاعده په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور او د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بمباریو باوجود لا هم ژوندۍ پاتې ده.

په ورته وخت کې یاده ترهګره ډله ان په دې هم توانیدلې چې د هندوستان له پاره خپله یوه څانګه پرانیزي چې ریښې یې ان تر میانمار هیواد پورې غزیدلي دي.

د امریکا په کلفورنیا کې د سټندفورډ پوهنتون د نړیوال امنیت د همکاریو له مرکز څخه اسفندیار میر په دې هکله وايي: «د ۲۰۱۷م کال راهیسې دغې ډلې [القاعده شبکې] په بې ساري توګه بیا ځلې ځان برابر کړی دی.»

له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یو مرکه کې اسفندیار میر وویل: «د القاعده او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پریکون په برخه کې کوم واضح شواهد موجود نه دي. د دې پرځای، د طالبانو یوه څانګه په ځانګړې توګه د حقاني شبکه په فعاله توګه له القاعده شبکې سرې همکاري لري.»

په ۱۹۸۰مو کلونو کې، امریکا متحده ایالاتو یو له هغو هیوادونو څخه وو چې سلګونه عرب جنګیالي یې په افغانستان کې د جهاد او تګ له پاره هڅول څو له مجاهدینو سره اوږه په اوږه له پخواني شوروي اتحاد سره وجنګیږي.

د دوی ډیری مالي ملاتړ د سعودي عربستان په غاړه وو. نن ورځ د پخوانیو مجاهدینو ګڼ شمیر د طالبانو جګپوړي چارواکي دي او یو شمیر یې د امریکا له ملاتړه برخمن د افغان حکومت په چوکاټ کې ادغام شوي دي. په۸۰ مو کلونو کې هغه مهال چې د افغانستان جګړه د پای ته رسیدو په درشل کې وه، ګڼ شمیر دغو عرب جنګیالیو د بډایه عرب جنګیالي اسامه بن لادن په مشرۍ د یوې شبکې له پاره لاسونه سره یو کړل، داسې شبکه چې بیا وروسته په خپله د امریکا پر وړاندې ودریده.

په افغانستان کې د اوږدمهاله شتون پرمهال، القاعده شبکې ګڼ شمیر افغان ملګري وموندل چې د دوی له ډلې څخه یو هم افغان سیاسي څیره عبدالرب رسول سیاف وو.

د سیاف او القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو په هکله معلومات د امریکا د استخباراتي ادارې یوه کارمند برملا کړي ول چې یو وخت یې د امریکا په استازیتوب له مجاهدینو سره له نیږدې کار کاوه.

د امریکا د استخباراتي ادارې دغه کاروونکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط وویل چې سیاف په افغانستان کې د القاعده شبکې یو له نیږدې متحدینو څخه وو.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې په ۱۹۹۲م کال کې هغه مهال چې مجاهدین په افغانستان کې واک ته ورسیدل، سیاف ان له ۸۰۰ څخه ډیرو عرب جنګیالیو ته د افغانستان د تابعیت اسناد برابر کړل.

د مجاهدینو د واک پرمهال، ډیر ژر ګڼ شمیر جهادي احزابو د یو او بل پر وړاندې وسله راپورته کړه او افغانستان یې د یوې خونړۍ کورنۍ جګړې کندې ته وغورځاوه. په افغانستان کې جګړې او فساد د دې لامل شوې چې د طالبانو په نامه یوه بله وسلواله ډله سر راپورته کړي چې پکې زیاتره د مدرسو زده کوونکي د جنګیالیو په توګه راټول شوي وو.

دوی د سخت دریځه اسلام د پلي کولو له لارې کلي په کلي، ولسوالۍ په ولسوالۍ او ولایت په ولایت په خپل کنترول کې راوست او بلاخره د ۱۹۹۶م کال په اوږدو کې یې خپل حکومت اعلان کړ.

پر امریکا متحده ایالاتو باندې د۲۰۰۱م کال په سپتمبر میاشتې کې د القاعدې په لاس تر ترهګریز برید وروسته، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د یرغل په پایله کې د طالبانو رژیم بیا نسکور شو.

د روان کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله په نړیواله کچه د ترهګرو د تمرکز اصلي سیمې سوریه او افغانستان دي او دا چې په دغو هیوادونو کې ترهګر تر ډیره پورې له القاعدې سره اړیکې لري. په داسې حال کې چې د افغانستان د جګړې د پای له پاره له طالبانو سره د مذاکراتو یو اصلي ټکی هم له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو پریکون وو، داسې یوه موضوع چې ښاغلی اسفندیار میر ورته لا هم د شک په سترګه ګوري.

اعلان