1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

ترکيه وايي د يونان پوليسو پر سرحد يو افغان کډوال وژلی

۱۴۰۱ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د ترکیې د معلوماتو په حواله د يونان سرحدي ساتونکو پر خپله پوله يو افغان تبعه په ډزو وژلی دی. ويل شوي چې دغه کس هڅه کوله په غيرقانوني توګه يونان ته داخل شي.

https://p.dw.com/p/4Cefa
Grenze Griechenland-Türkei | Griechische Polizei patrouilliert am Zaun
انځور: Sakis Mitrolidis/AFP

د ترکیې د ادرنه ايالت د مریچ ښارګوټي پوليسو د دوشنبې په ورځ ويلي چې ياد کس چې پرته د اجازې یې له سرحد څخه د تیريدو هڅه کوله، د يوناني سرحدي ساتونکو له خوا تر ټپي کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د «دي ايچ ای» خبري آژانس په حواله وژل شوی کس له هغو اتو کسانو له ډلې څخه وو چې هڅه یې کوله له ترکیې څخه يونان ته واوړي. ويل شوي چې دا پېښه سرحد ته په څېرمه پراته کلي اليبي یا علي بې کې رامنځته شوې ده.

د دي ایچ ای خبري آژانس ويلي دي: «د يونان لوري ته امنيتي ځواکونو د افغان مهاجرو پر هغه ډله چې غوښتل یې له سرحد تېر شي، ډزې وکړې.» خبري آژانس زیاته کړې: «په دې ترڅ کې يو تن سخت ټپي شو او بيا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.» زیاته شوي چې د پېښې په اړه پلټنې پېل شوي دي.

يونان په دې ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو هغه يو رپوټ رد کړی دی چې په حواله یې د يونان سرحدي ساتونکو په تېرو دوو کلونو کې په زرونه هغه پناه غوښتونکي چې په غيرقانوني توګه له پولې د اوښتو هڅه یې کوله، په اصطلاح د « Pushbacks» يا د «پر شاتمبولو» په ترڅ کې بيرته له پولې اړولي دي.

د يونان د مهاجرت وزارت ويلي دي چې دا رپوټ په سيمه کې د څېړنو او پلټنو پر سر ولاړ نه دی بلکې يوازې «د يو ان ايچ سي آر او بهرنيو رسنیو د پخوانيو معلوماتو او د غير دولتي ټولنې د سپارښتنو پر بنسټ چمتو شوی دی.»

په يونان کې دوه افغان مهاجر په بند محکوم شوي

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د بشري حقونو ځانګړي استازي فليپ ګوزالز مورالس، په دغه رپوټ کې ويلي چې «د يونان د وچې او سمندري سرحدي پوليسو له خوا د مهاجرو بيرته شړل په حقيقت کې په مقرراتو بدل شوي دي.»

يونان له خپلې پولې څخه د دې ډول غير قانوني شړلو تورونه چې د بشري حقونو ډلې او پناه غوښتونکي یې پرې له اوږدې مودې راهيسې لګوي، ردوي. د اروپايي ټولنې د سرحدونو د ساتنې پر آژانس فرونتکس هم د بشري حقونو ټولنې تور لګوي چې له مهاجرو سره په غيرقانوني چلن کې ښکيل دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)