1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان د ریل پټلۍ برخه کې افغان زده کونکي روزي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ اداره وايي، ۲۸ افغان محلصین به د ریل پټلۍ برخه کې د لوړو زده کړو لپاره ترکمنستان ته واستول شي.اړوند برخه کې له ترکمنستان سره نورې هوکړې هم شوي دي.

https://p.dw.com/p/4HzyF
Deutschland Afghanistan Bildung Absolventen mit Dr. Dorothea Rüland und dem afghanischen Hochschulminister
انځور زموږ له آرشیف څخه انځور: DW/W. Hasrat-Nazimi

د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ اداره وايي، د ترکمنستان اورګاډي ادارې چارواکو سره هوکړه شوې چې شاوخوا ۲۸ افغان زده کونکي به په هغه هېواد کې د ریل پټلۍ په بیلابیلو څانګو کې وروزل شي.

ددې ادارې ویاند عبدالسمیع درانی دراني دویچه ویله ته وویل:«په ټوله کې په ۲۸ تنو توافق شوی چې له دې ډلې به ۱۴ کسان اوس ځي، چې د هغوی د ویزې او پاسپورټ چارې روانې دي او ژر به پای ته ورسیږي او پاتې څوارلس کسان به هم راتلونکو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ په بیلابیلو څانګو کې د زده کړو لپاره هلته ولېږل شي.»

د دراني په وینا اداره یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د ریل پټلۍ چارې افغاني کړي چې ددې تګلارې یوه برخه هم اړوند څانګه کې د افغان متخصصینو روزنه ده.

ترکمنستان ته تلونکي افغان محصلین به د ترکمنستان په مالي لګښت هلته لوړې زده کړې وکړي. دراني وویل هڅه کوي چې له نورو هېوادونو هم ورته تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې هم د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوسپني پټلۍ پوهنځی لري چې اړوند څانګه کې محصلینو ته لوړې زده کړې ورکوي.

اړوند مطالب:د حيرتان- مزارشريف تر منځ د اورگاډی پټلۍ و ازمايل سوه

له اندخوی سټیشن تر اندخوی مرکز د اوسپنۍ پټلۍ غځولو پریکړه

دغه راز، د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، ترکمنستان ژمنه کړې چې له اندخوی سټیشن څخه بیا د اندخوی تر مرکز پورې به د اوسپنۍ پټلۍ جوړه شي.

د دې اداې یوې ویناپاڼې لیکلي: «ترکمنستاني لوري ژمنه وکړه چې نږدې راتلونکې کې به یو تخنیکي ټیم اقینې ته را استوي څو له اندخوی ستیشن څخه د اندخوی مرکز ته له وړاندې ډیزاین شوې ۱۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو تصمیم ونیسي.»

افغانستان اوس له ترکمنستان سره په تورغنډۍ او آقېنه کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې وصل دی، چې هره ورځ پرې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږدل کیږي.

د خواف – هرات د اوسپنۍ پټلۍ غځولو په برخه کې هم د پرمختګ خبر ورکړل شوی، چارواکې وايي ډېر ژر یې د جوړېدو چارې بشپړیږي . د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ افغانستان له ایران سره نښلوي.   

اړوند مطالب:

د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

د ریل پټلۍ ادارې ویاند وايي یواځې تېره اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۹۳ زره او ۶۴۹ میټرک ټن لېږد رالېږد شوی چې په دې کې صادرات او واردات دواړه شامل دي.

دراني په دې اړه وویل:«د صادراتو په برخه کې تر ډېره وچه مېوه وه او په وارداتو کې بیلابیل سوداګریز توکي شاملیږي.»

په سوداګریزو توکو کې د نفتي او غیر نفتي موادو ترڅنګ د ماشینونو پرزې هم شاملې دي.

د مزار- کابل - پېښور د اورګاډي د لار نقشه لاسلیک شوه