بلخ: د طالبانو په برید کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي
۱۳۹۸ مهر ۹, سهشنبهپه بلخ ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شورتپه ولسوالۍ باندې د طالبانو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ پولیس سرتیري وژل شوي دي. د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي چې دغه برید د سه شنبې ورځې سهار وختي د دې و لایت په شورتپه ولسوالۍ کې شوی دی چې په پایله کې یې سخته جګړه شوې. د فرهاد په وینا په دې پیښه کې ۱۱ تنه پولیس سرتیري وژل شوي دي.
په عین وخت کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې جنګیالیو یې دغه ولسوالۍ نیولي ده، داسې ادعا چې د والي ویاند فرهاد منیر یې ردوي. د والي ویاند وویل چې یادې ولسوالۍ ته اضافي سرتیري ګمارل شوي دي.
د بلخ د ولایتي شورا مشر محمد افضل حدید، بیا د بلخ ولایت په دې لیرې پرته ولسوالۍ کې د تلفاتو د شمیر د لوړیدو په هکله ویره څرګنده کړې ده.
بلخ ولایت په دې وروستیو کې د طالبانو د مخ پر ډیریدونکو بریدونو شاهد دی. دغه ولایت چې یو وخت د نسبي امنیت څښتن وو، د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال پکې ګڼ شمیر د رایې اچونې مرکزونه د ناامنیو له کبله تړلي پاتې شول.
زموږ له آرشيف څخه: