1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ای پي ایل؛ کلکتې لوبډلې د الله محمد غضنفر هرکلی کړی

هيلۍ اسد
۱۴۰۳ فروردین ۱۰, جمعه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره یې یواځې دوه سیالۍ ترسره کړې، ټاکل شوې د ۲۰۲۴م کال د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالو کې له کلکتې لوبډلې سره ولوبېږي.

https://p.dw.com/p/4eFWA
Indien Cricket IPL | Delhi Capitals - Kolkata Knight Riders
ارشیف انځور: د ۲۰۲۳ م کال د ای پي ایل د سیالیو په جریان کې د کلکتې او ډیلي لوبډلې ترمنځ د سیالیو جریانانځور: Arun Sankar/AFP/Getty Images

کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې تیر ماښام په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د الله محمد غضنفر له عکس خپرېدو سره یوځای اعلان وکړو چې نوموړی یې د افغان ملي لوبډلې د پیاوړي توپ اچوونکي مجیب الرحمن پرځای اخېستی دی. دوی همدا راز ویلي دي چې مجیب الرحمن د پخواني ژوبل کېدو له امله لا هم لوبو ته تیار نه دی نو ځکه یې د بدیل لپاره بل ځوان بالر الله محمد غضنفر اخېستی دی.

مجیب الرحمن هم تیر ماښام پر خپله ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه لیکلي چې د سږ ای پي ایل سیالیو کې د ژوبل کېدو له امله نه شي لوبېدلی او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

الله محمد غضفر چې ۱۶ کاله عمر لري او تازه یې تیره میاشت د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغان لوبډلې لپاره لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه، د کرېکټبورډ یو شمېر غړو او عامو خلکو په دې اړه خوښي څرګنده کړې ده چې ای پي ایل سیالیو کې د لوبېدو چانس ورته پیدا شو.

له کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره د افغانستان بل پیاوړی توپ وهوونکی رحمن الله ګربز هم له تیرو دریو کلونو راهیسې لوبېږي.

دغه لوبډله نن ماښام له رویال چلنجرز بنګلور سره سیالي لري خو معلومه نه ده چې د نن لوبې په جریان کې به یې له دغه دوه افغان لوبغاړو کوم یو ولېږي.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟