1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آی پي ال کې بهرني لوبغاړي څومره پيسې ګټي؟

۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

آی پي اېل یا د هند غوره لیګ، د سوداګریز کریکټ ترټولو لوی لیګ شمیرل کیږي چې سږ ۲۰۲۳م کال کې دغه لیګ کې د لوبیدو له پاره اتیا لوبغاړي د یو میلیارد او شپږ سوه اویا میلیونه هندي کلدارو په بدل کې اخیستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4QCbS
Indien, Kolkata | IPL Cricket | KKK - RCB
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د دغه لیګ تر ټولو ګران بیه لوبغاړی، بریټانوي سام کرن دی، چې د یو سلو پنځه اتیا میلیونه هندي کلدارو په بدل کې (شاوخوا ۲،۲۶ میلیون ډالره) پنجاب کینکز لوبډلې ته لوبیږي. دا د آی پي اېل په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو لوبغاړی په دومره لوړه بیه اخیستل کیږي. سربیره پر دې، د انګلستان الرونډر بیڼ سټوکس، ځوان انګلیسي توپ وهونکی هاري بروک، آسترالیوي کامیرون ګری د نورو لوبغاړو په پرتله هغه لوبغاړي چې په خورا لوړه بیه رانیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، کامیرون ګرین د ممبی انډین لوبډلې له لوري په ۱۷۵ میلیونه هندي کلدارو (۲،۱۴ میلیونه ډالره)،  کې ایل راهول د لکناو سوپر جاینټس لوبډلې په ۱۷۰ میلیونه هندي کلدارو (۲ میلیونه ډالره) او بین سټوکس د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ۱۶۲،۵ میلیونه هندي کلدارو (۱،۹۸ میلیونه ډالره) اخیستل شوي دي او په دې ترتیب د سږني آی. پي. ایل تر ټولو قیمتي لوبغاړي شمیرل کیږي.

په سږني آی. پي. ایل کې په مجموعي ډول ۱۰ لوبډلې خپل بخت آزمویي چې پکې له پاکستاني لوبغاړو پرته د نورو هیوادونو تر ټولو غوره لوبغاړي لوبیږي.

په سږني آی. پي. ایل کې د افغان لوبغاړو حضور

د بیو له اړخه  لومړۍ درجه راشد خان دی، چې په یوسلو پنځوس میلیونه هندي کلداو (۱،۸ میلیون ډالر) اخیستل شوی، رحمان الله ګربز، نوین الحق او فضل حق فاروقي بیا هر یو د پنځه میلیونه هندي کلدارو او نور احمد د درې میلیونه هندي کلدارو په بدل کې آی پي ایل کې لوبیږي.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا یو لوبغاړی ټولې هغه پیسې ترلاسه کوي، چې دی پرې اخیستل شوی دی؟ په هند کې د ۱۹۶۱م کال پر عایداتو د مالیې قانون له مخې هر لوبغاړی مکلف دی، چې په هند کې د خپل عاید مالیه ورکړي. په آی پي اېل کې لوبېدونکی هر هندي لوبغاړی د دغو پیسو لس سلنه مالیه ورکوي، چې دی پرې اخیستل شوی او هر بهرنی لوبغاړی د هغو پیسو شل سلنه د هند حکومت ته د مالیې په توګه ورکوي، چې دی یې له هند غوره لیګ څخه ګټي.

په سږني آی. پي. ایل کې په مجموعي ډول ۱۰ لوبډلې خپل بخت آزمویي چې پکې له پاکستاني لوبغاړو پرته د نورو هیوادونو تر ټولو غوره لوبغاړي لوبیږي.
په سږني آی. پي. ایل کې په مجموعي ډول ۱۰ لوبډلې خپل بخت آزمویي چې پکې له پاکستاني لوبغاړو پرته د نورو هیوادونو تر ټولو غوره لوبغاړي لوبیږي.انځور: Manjunath Kiran/AFP/GettyImages

د معلوماتو پر اساس افغان لوبغاړي د آی پي اېل له عاید پنځه سلنه د افغانستان کرکټ بورډ ته هم ورکوي. خو لوبغاړي بیا د جایزو، د ټیمونو له شریکانو او سوداګریزو اعلاناتو له لارې دومره پیسې ترلاسه کوي، چې معمولا اندازه یې له هغو پیسو لوړه وي، چې دی پرې اخیستل شوی دی.

د آی پي اېل ګټه له کومې لارې او څومره ده؟

د لوبو د نندارې ټکيټونه، د لوبو د نشراتو حقوق، سپانسرشیپ یا مالي تمویل، د سوداګریزو توکو پلور او نور د آی پي اېل د عاید لویې سرچینې دي، چې د دغو پیسو یوه برخه آی پي اېل کې لوبېدونکو ټیمونو ته رسیږي او یوه لویه برخه یې د هند کرکټ بورډ ته چې د دغو سیالیو مدیریت پر غاړه لري، د ګټې په توګه پاتې کیږي.

د هند کرکټ بورډ له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې یوازې د آی پي اېل نشراتي حقوق د شپږ اعشاریه دوه میلیارده ډالرو په بدل کې پلورلي دي. د هند غوره لیګ سیالیو کې لس لوبډلې لوبیږي، چې هره یوه څوارلس سیالۍ کوي. په یادو سیالیو کې لوبډلې د یو بل پر وړاندې حد اقل دوه ځل مخامخ کیږي او په ټوله کې د آی پي اېل په چوکاټ کې اویا سیالۍ ترسره کیږي.

هره لوبډله پنځه ویشت لوبغاړي لري او کولی شي، چې د دې له منځه اته یې بهرني وي. د هند غوره لیګ، په ۲۰۰۷م کال کې پیل شو او بیا کابو لس کلونه وروسته محمد نبي او راشد خان لومړي افغان لوبغاړي ول، چې په ۲۰۱۷م کال کې آی پي اېل کې واخیستل شول.

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie

ه.م /خ.ح / ن.ز