1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

کریکټ: ایرلنډ په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۲, شنبه

ایرلنډ وکولی شول د لومړي ځل له پاره د جمعې په ورځ په یوه په زړه پورې شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړي. د پاکستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو لوبو له ډلې دوهمه یې سبا د یکشنبې په ورځ کیږي.

https://p.dw.com/p/4fk7u
ایرلنډ وکولی شول د لومړي ځل له پاره په یوه په زړه پورې شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړي.
ایرلنډ وکولی شول د لومړي ځل له پاره په یوه په زړه پورې شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړي.انځور: Aijaz Rahi/AP/picture alliance

له ۲۰۰۹م کال راهیسې ایرلنډ وکولی شول په لومړي ځل په یوه شل اوریزه لوبه کې د پاکستانلوبډلې ته ماتې ورکړي. د دریو شل اوریزو لوبو د دغه سیریز په لومړۍ لوبه کې پاکستان ایرلنډ ته د شپږ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۲ منډې هدف وټاکه چې د ایرلنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړه. ایرلنډ په دې ترتیب وکولی شول په لومړي ځل پاکستان ته د کریکټ په یوه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړي.

ایرلنډ د پاکستان پر وړاندې په دغه لوبه کې ښکلې توپ اچونه او ښه ډګر ساتنه وکړه. دغه سیالۍ چې د ایرلنډ په کوربتوب کیږي، دوهمه لوبه یې سبا د یکشنبې په ورځ پلان شوې ده. د ایرلنډ کریګ یونګ یوازې د ۲۷ منډو په ورکولو سره د پاکستان دوه تکړه لوبغاړي، بابر اعظم او اعظم خان له ډګره بهر کړل. د پاکستان له پاره بابر اعظم په ۴۳ توپونو ۵۷ منډې او د پاکستان د سر لوبغاړي صایم ایوب بیا په ۲۹ توپونو ۴۵ منډې وکړې. افتخار احمد په وروستي اوور کې د ۱۷ منډو په ګډون ټولټال ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او په دې ترتیب پاکستان ایرلنډ ته ښه هدف وټاکه.

د ایرلنډ له لوري اوپنر انډي بالبیرني په ۵۵ توپونو د ۱۰ څلوریزو په مرسته ۷۷ منډې جوړې کړې. کله چې بالبیرني په ۱۹م اوور کې د شاهین شاه افریدي په توپ وسوځید، ایرلینډ په اتو بالونو ۱۶ نورو منډو ته اړتیا درلوده. ایرلنډي لوبغاړي کامپر په اوو توپونو ۱۵ منډې وکړې او په دې ترتیب سره ایرلنډ خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله. د دریو شل اوریزو لوبو دویمه لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ده.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»