ایران: د جنورۍ د اعتراضونو درې تنه اعتراض کوونکي اعدام سول
۱۴۰۴ اسفند ۲۸, پنجشنبه
د ایران قضايي خبري آژانس یا میزان په حواله، مهدی قاسمی او صالح محمدی د "قتل او جگړې" په تور اعدام سوي دي. د سعید داودي تور هم "جگړه" او د امریکا او اسرائیل "په گټه عملیاتي اقدام" اعلان سوی دی. د اعدام حکم نن د پنجشنبې په ورځ د مارچ پر ۱۹ د ایران په قم ښار کې عملي سو.
اړونده موضوع: د ايران قضايه قوه: ژر به د لاريون کوونکو محاکمه پيل سي
د نوموړي رپوټ له مخې، دغه کسان په قم ښار کې د جدي د میاشتې د اتلسمې په ماښام "د انتظامي ځواکونو د دوو تنو د مامورینو په قتل کې په لاس لرلو" تورن سوي وو.
د بشري حقونو بنسټونو په وار وار سره، دایران پر اسلامي جمهوریت تور لگولی چېد اعدام له سزا څخه د خپلو مخالفینو د خاموشه کولو له پاره د یوې وسیلې په توگه کار اخلي.
تیره ورځ هم د کوروش کیواني په نوم یو ایراني لاصله سویډنی تبعه د "اسرائیل له پاره د جاسوسۍ" په تور په ایران کې اعدام سو. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د هغه دوه تابعیت والی تأیید کړی دی.