1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د «تاوتريخوالي د کمیدو» پړاو به په پنځو ورځو کې پیل شي»

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان کورنيو چارو وزير ويلي دي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د «تاوتريخوالي د کمیدو» توافق به په راتلونکو پنځو ورځو کې عملي شي. انتظار کیږي چې تر دې يوه اوونۍ وروسته به بیا د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي.

https://p.dw.com/p/3Xwk3
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د افغانستان د کورنيو چارو وزير سرپرست وزير مسعود اندرابي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۱۸ نیټه) په کابل کې د امنيې د ولایتي قوماندانانو په غونډه کې وويل: «د تاوتريخوالي د کمیدو پړاو به په راتلونکو پنځو ورځو کې پېل شي چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر اساس ترسره کيږي.»

تیره اوونۍ يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي ول چې د قطر په پلازمينه دوحه کې یې د طالبانو سره په خبرو اترو کې د يوې اوونۍ له پاره د «تاوتريخوالي پر کمولو» توافق کړی دی خو تر اوسه معلومه نه وه چې د تاوتريخوالي د کمولو دغه پړاو به کله پېل شي.

چارواکو ويلي چې تمه ده چې تاوتريخوالي د کمیدو تر يوې اوونۍ مودې وروسته به د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون لاسليک شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين تیره ورځ د آلمان خبري آژانس ته ويلي ول چې د روانې فبرورۍ مياشتې تر پای پورې به د طالبانو او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ دغه توافقنامه لاس ليک شي. په پام کې ده چې دغه تړون به له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو زمينه برابره کړي چې په بدل کې به یې طالبان ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهگریزو بريدونه له پاره ونه کاروي. سربیره پر دې به دغه تړون د بين الافغاني مذاکراتو له پاره هم لاره هواره کړي.

د افغان ولسمشر وياند صديق صديقي په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې امريکايي چارواکو د مونشن امنيتي کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ليدنې کتنې پر وخت وويل چې «له طالبانو سره به تړون احتمالاً په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي، مشروطه محتوا لري او د تړون هیڅ يو بند هم داسې نه دی چې شرط ونه لري.«

bs/sr (Reueters, dpa)