شخړيشمالی امریکا
امریکا پر لسو ایراني بنسټونو بندیزونه وضع کړل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۹, شنبه
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت خبر ورکړی، چې هغه لس بنسټونه تحریموي، چې ایران ته د وسلو، ډرون الوتکو او توغندیو په چمتو کولو تورن دي.
د امریکا د خزانې د وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نښه شوې ادارې «د ایران د پوځ هغو هڅو ته اسانتیا برابروي چې وسلې تر لاسه کړي، همدارنګه هغه خام مواد برابروي چې د ایران د شاهد لړۍ بې پیلوټه الوتکو (UAVs) او د بالستیک توغندیو په پروګرام کې کارول کېږي.»
د دې اقدام په ترڅ کې یو شمېر چینايي شرکتونه هم په نښه شوي، همدارنګه هغه ادارې چې په بیلاروس او متحده عربي اماراتو کې مېشتې دي.
چین د ایران یو لوی سوداګریز شریک دی او د ایراني نفتو تر ټولو ستر پېرېدونکی ګڼل کېږي.