1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: پر ایران د امریکا بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل سي

نجيب الله زيارمل رويترز، د فرانسې خبري آژانس، اسوشيېتيد پريس
۱۴۰۵ فروردین ۱۴, جمعه

په امریکا متحده ایالاتو کي د نړیوالو حقوقو په لسونو متخصصینو د یوه پرانیستي لیک په لاسلیک کولو سره خبرداری ورکړی چي پر ایران د امریکا بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل سي.

https://p.dw.com/p/5Bcv5
په ميناب کي د ښوونځی ودانۍ چي بريد پرې سوی وو.
د دې جګړې په پیل کې، د ایران په میناب کې یو ښوونځی د برید هدف وګرځېدانځور: IRIB TV/AFP

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې اونۍ په پیل کي ګواښ وکړ چي هغه ممکن د ایران د بریښنا د  توليد فابريکې او پلونو په نخښه کولو سره جګړې ته شدت ورکړي.

تيره ورځ وويل سول چي په ايران کي بي-۱ پل چي تهران له کرج سره نښلوي، د امريکا د يوه بريد هدف ګرځیدلی دی.

دا په داسي حال کي ده چي پر ملکي زیربناوو برید کول د نړیوال قانون له مخي جنګي جرم ګڼل کیږي.

په امریکا متحده ایالاتو کي تر ۱۰۰ زیاتو حقوقي کارپوهانو په یوه پرانیستي لیک کي لیکلي دي چي د امریکایي ځواکونو کړنو او د لوړ پوړو چارواکو څرګندونو «له نړیوالو بشري حقونو او نړيوالو بشردوستانه حقونو څخه د سرغړوني، په شمول د جنګي جرمونو د احتمال په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي دي.»

دوی زیاته کړه: «دا جګړه چي د امریکا مالیه ورکوونکو ته په ورځ کي له ۱ تر ۲ ميلیارد ډالرو پوري لګښت لري، په سیمه کي ملکي وګړو ته جدي زیان رسولی، په منځني ختیځ کي یې سلګونه ملکي وګړي وژلي او سخت اقتصادي او چاپیریالي زیانونه یې اړولي دي.»

دا لیک د مارچ مياشتي په نیمایي کي د دونالد ترمپ څرګندونو ته اشاره کوي چي ويلي يې ول امریکا ممکن «فقط د سرګرمۍ ​​له پاره» پر ایران برید وکړي. په دغه ليک کي دغه راز د امريکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ نقل قول راوړل سوی چي ويلي يې ول، امریکا «د ښکېلتيا د احمقانه قواعدو» مطابق نه جنګيږي.

دغو کارپوهانو وویل چي «د هغو بریدونو په اړه سخت اندیښمن دي چي پکښې ښوونځي، روغتیايي تاسیسات او کورونه په نخښه سوي دي.» هغوی د بریدونو په لومړۍ ورځ د ایران په میناب سیمه کي پر یوه ښوونځي باندي برید ته اشاره کړې ده.

هیګسټ د دې اونۍ په پیل کي وویل چي د امریکا مرکزي قوماندې د هغه برید په اړه تحقیقات پیل کړي دي چي د فبروري مياشتي پر ۲۸مه د ایران په یوه لومړني ښوونځي کي پکښې شاوخوا ۱۷۵ کسان ووژل شول.

نیویارک ټایمز او نورو امریکایي رسنیو مخکي راپور ورکړی و چي د پوځي څېړنو لومړنۍ پایلي ښيي چي د امریکا د توماهاک توغندي "په غلطۍ" سره دغه ښوونځی په نښه کړی وو.