1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي سناتور پر پاکستان د منځگړي په توگه بې باوره دی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

حالات کړکېچنه بریښي: د سنا کمېټې په استماعیه غونډه کې یو امریکایي سناتور، پاکستان چې د ایران په جګړه کې منځګړی دی - په دې تورنوي چې د یوه اړخ پلوي کوي. دلیل یې څه دی؟

https://p.dw.com/p/5Dg9a
د امریکا متحده ایالاتو سناتور لینډسي ګراهام د مونشن په امنیتي کنفرانس کې
یو امریکایي سناتور، پاکستان په دې تورنوي چې د یوه اړخ پلوي کوي. انځور: Michael Bihlmayer/CHROMORANGE/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو اغیزمن سناتور لینډسي ګراهام د رسنیو د هغه رپوټ په هکله غوسه څرګنده کړې ده چې وايي پاکستان چې له ایران سره په شخړه کې د منځګړي په توګه عمل کوي، غواړي تهران ته په خپلو اډو کې د الوتکو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړي.

نوموړي جمهوري غوښتونکي د سنا یوې کمیټې ته وویل: «زه پر پاکستان باور نه لرم.» هغه د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسیت او د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د مشر ډان کین، سره د دغه راپور د دقت په اړه خبري وکړې. له هغوی دواړو څخه یوه هم نه غوښتل په دې اړه تبصره وکړي.

ګراهام وویل: «که چیرې ایراني الوتکې په ریښتیا سره د ایران د پوځي تاسیساتو د ساتنې له پاره په پاکستاني اډو کې ځای پر ځای سوي وي، نو دا ماته وايي چې موږ باید د منځګړي په توګه کوم بل څوک ولټوو.» نوموړي دا خبره د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د دلیل په توګه وړاندیز کړه، چې له اونیو راهیسې په ټپه دریدلي دي.

اړونده موضوع: په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ممکنه خبرې اترې؛ پایله لا نامعلومه ده

په عین حال کي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځګړي په توګه د پاکستان د ځای ناستي مفکوره ردوي. هغه د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د لیدنې کتنې له پاره پیکنگ ته له روانیدو څخه لږ مخکې وویل: «نه، هغوی ښه دي.»

مخکې له دې، د امریکا د سي بي ایس نیوز رسنۍ، د امریکا د حکومتي چارواکو په حواله د نوم په نه ښودلو سره رپوټ ورکړی و چې ایران، پاکستان او افغانستان ته الوتکې لیږدولي دي. د رپوټونو له مخې تهران په اپریل میاشت کې د ټرمپ د اوربند له اعلان وروسته سمدلاسه اسلام آباد ته نږدې یوې پوځي اډې ته، څو پوځي الوتکې والوزولې.

اړونده موضوع: ولې پاکستان له خپلو ګاونډيانو سره دښمني؛ خو په نړيواله کچه منځګړیتوب کوي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې،  د سي بي ایس رپوټ «ګمراه کوونکی او احساساتي» وباله. په دغه بیان کې ویل سوي دي چې د اوربند له اعلان وروسته د ایران او امریکا څو الوتکې پاکستان ته رسیدلي ترڅو په اسلام آباد کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو له پاره لوژستیکي ملاتړ چمتو کړي. ځینې الوتکې او پرسونل وروسته د نورو خبرو اترو په تمه په هیواد کې پاته سول.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.