1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: ۲۰۲۳م کال کې د پناه غوښتنلیکونه دوه برابره زیات شوي

۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبه

په ۲۰۲۳م کال کې په المان کې ۳۲۹ زره کسانو د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. دا شمیر د یوه کال مخکې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيې. په دې کې تر ۵۰ زرو ډیر غوښتنلیکونه د افغانانو له خوا وړاندې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4az0g
Deutschland Braunschweig | Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د المان په نورنبیرګ ښار کې د کډوالو او مهاجرت فدرالي ادارې (Bamf) د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په ۲۰۲۳م کال کې ۳۲۹ زره کسانو د لومړي ځل له پاره په المان کې د پناغوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. لومړی ځل په دې معنی، چې تر دې وړاندې یې په آلمان کې د پناه غوښتنه نه وه کړې.

د نوموړي ادارې په خبره دا تر دې د یوه کال مخکې ورته مودې، یعنې ۲۰۲۲م کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالي ښيې. سربیره پر دې نږدې ۲۳۰۰۰ نور هغه غوښتنلیکونه هم پر دې ور اضافه کیږي چې باید تعقیب شوي وای.

په ورته زماني موده کې د المان د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتنې د ۲۶۰ زره غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کړې ده چې نږدې نیمایي د دغو کسانو په دغه هیواد کې د حفاظت وضعیت یا درجه ترلاسه کړې ده. د شمیرو له مخې همدارنګه د ۶۲۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

بامف وايي چې د نږدې ۶۵ زره غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر د مختلفو دلایلو له کبله درول شوی دی، د بیلګې په توګه یو چا خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک بیرته اخیستی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې د لومړي ځل له پاره د ټولو وړاندې شوو غوښتنلیکونو له ډلې ۲۳ زره یې د هغو ماشومانو دي چې عمرونه یې له یوه کال څخه کم او په المان کې زیږدلي دي.

سوریه د مهاجرو د اصلي هیواد په توګه د پناهندګۍ له ۱۰۴ زره غوښتنلیکونو سره، په لومړي مقام کې ځای نیولی دی. تر دې وروسته ترکیه له ۶۲۶۲۴ غوښتنلیکونو سره په دویم مقام کې او په ترتیب سره افغانستان له ۵۳۵۸۲ غوښتنلیکونو سره په دریم مقام کې ځای نیولی دی.

تیر کال د پناه غوښتنې د هغو غوښتنلیکونو چې په لومړي ځل وړاندې شوي ول او یا باید تعقیب شوي وای، د ارزونې بهیر په اوسط ډول ۶،۸ میاشتې دوام کړی دی.

د دسمبر په پای کې د هغو دوسیو شمیر چې د ارزونې بهیر یې ځنډول شوی دی ۲۴۰ زرو ته رسیږي.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب