1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: د پناه غوښتنلیکونو د اروزنې بهیر موده غځیدلې ده

۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د یوې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په المان کې د پناه غوښتنلیک د ارزول کیدو بهیر د پخوا په پرتله اوس ډیر وخت ونیسي. تیر کال دغه بهیر په اوسط ډول ۷،۶ میاشتې دوام کړی چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله يو میاشت زيات وخت دی.

https://p.dw.com/p/4P74g
Deutschland Nürnberg | BAMF
د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادارهانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د «Neue Osnabrücker Zeitung» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې تیر کال د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د ارزونې د بهیر موده تر دې د یوه کال مخکې په پرتله زیات وخت نیولی دی.

د آلمان کلي او ښارونه مهاجرو ته د ځای ورکولو تر سخت فشار لاندي دي

ورځپاڼې دغه رپوټ د هغو معلوماتو په اساس ورکړی دی چې د المان د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد په پارلمان یا «بونډسټاګ» کې د کيڼ اړخه ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي ول.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

ویل کیږي چې د پناه غوښتنلیکونو د ارزول کیدو بهیر د اوږدیدو دلیل کیدای شي دا وي چې د پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی دی. د اروپايي ټولنې د قانون په اساس په اصل کې خو باید په شپږو میاشتو کې د یوه پناه غوښتونکي د پناهندګۍ د ارزول کیدو پروسه یا بهیر بشپړ شي. 

ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې اوس د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې بهیر موده اوسط یو وار بیا له کرونا پانډمۍ څخه مخکې وختونو ته رسیدلی دی.

په ۲۰۱۸م کال کې به د پناه ترلاسه کولو غوښتنلیک وړاندې کیدو له وخت څخه په هکله یي د تصمیم نیول کیدو پورې دغه بهیر په اوسط ډول ۷،۵ میاشتې وخت نیولو.

آلمان کي تر هر بل اروپايي هيواد زياتي د پناه غوښتني شوي

دوه کاله وروسته بیا دغه بهیر ۸،۳ میاشتو ته پورته شو، ځکه مامورینو د پانډمۍ له کبله سست کار کړی او په موقتي ډول یې هیڅ اطلاع نه وه ورکړې. زیاته شوې ده سربیره پر دې اوس د دغه بهیر دوام د پناه غوښتونکي یا مهاجر د اصلي هیواد پورې هم اړه پیدا کوي.

زمونږ له ټویټر شبکې سره یوځای شئ:

د بیلګې په توګه د نایجیریا هیواد پناه غوښتونکي باید شاوخوا یو کال (۱۲،۳ میاشتې) انتظار وکړي، څو د پناه غوښتنې د دوسیې په هکله یي پریکړه وشي. همدارنګه د نورو افریقایي هیوادونو لکه د سومالیا پناه غوښتونکي (۱۱،۱ میاشتې) او د ګانا (۱۰،۷ میاشتې) زغم ولري، څو د پناهندګۍ د دوسیې په هکله یې تصمیم ونیول شي.

افغان پناه غوښتونکي سره له دې چې په مجموع کې د منل کیدو ښه چانس لري، په اوسط ډول باید ۹،۱ میاشتې انتظار وباسي، څو یې د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په هکله تصیم ونیول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص