1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
Afghanistan Situation der Model unter Kontrolle der Taliban
انځور زموږ لهآرشیف څخهانځور: Ghazanfar Adeli/DW

افغان موډلې نجونې: په ویره کې او په پټه ژوند کوو

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

هغه نجونې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په افغانستان کې د موډلانو په توګه کار کړی او د جامو په نندارتونو کې به یې برخه اخیسته وايي چې اوس په پټه او ویره کې ژوند کوي.

https://www.dw.com/ps/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%88%DA%89%D9%84%DB%90-%D9%86%D8%AC%D9%88%D9%86%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D9%88%DB%8C%D8%B1%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%A7%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%D9%BC%D9%87-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF-%DA%A9%D9%88%D9%88/a-60611452

رویا ماریا، چې څو میاشتې وړاندې په ګران بیه او عصري جامو کې په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د جامو په نندارتونونو کې راڅرګندیده او د راتلونکي له پاره یې ډیر پلانونه لرل اوس د ځان ژغورنې په فکر کې ده او پټ ژوند کوي.

ماریا وایي چې له ویرې له کوره نه نشي وتلی او د موډلینګ جامې یې ټولې سوځولي دي. د طالبانو له راتلو مخکې ماریا د هغو ګوتو په شمیر ښځو له ډلې وه چې خپله یې موټر چلوو خو اوس وایي چې له نارینه محرم پرته له کوره نشي وتلی او اجازه نه لري موټر وچلوي.

رویا وویل: «پرون زه د کار لپاره بهر تللم. که څه هم ما خپل مخ پټ کړ او عربي حجاب مې اغوستی وو، طالبانو مې ټکسي ودروله او ماته یې وویل له موټره ښکته شم. هغوی ما ته په غلطو الفاظو وویل چې زه ولې له محرم پرته له کوره وتلې یم، ماته یې ګواښ وکړ چې که له محرم پرته له کوره ووځم نو سزا به راکړي.»

رویا د خپل دوه کلن موډلینګ په موده کې له پاکستانيو نجونو او هلکانو سره خپرونې درلودې. نوموړې وايي چې په پاکستان کې یې هم د کټواک سټېج کې افغاني جامې نندارې ته وړاندې کړي.

دغه افغانه نجلۍ د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او وايي چې مور او پلار یې زاړه دي او یو ورور یې ناروغ دی او دا چې اوس هیڅ عاید نه لري. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې مخکې د طالبانو له راتلو هم د نجونو موډلینګ ننګونګې درلودې.

که څه هم په وروستیو کلونو کې ډیرو نجونو او هلکانو په افغانستان کې موډلینګ ته مخه کړې وه خو ډیری خلک موډلو نجونو ته په ښه سترګه نه ګوري. رویا د موډلینګ تر څنګ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوستی دی.

یوه بله موډله دیانا ادیب ده چې دوه کاله مخکې یې دغې برخې ته مخه کړه وایي نه شي کولی په اسانۍ له کوره ووځي ځکه چې په وینا یې "زما مسلک د طالبانو له خوا ګناه ګڼل کیږي."

دیانا وايي، مخکې له دې چې طالبان واک ترلاسه کړي، دغې ډلې دوی ته د مرګ ګواښونه کړي وو: "ما او نورو موډلو نجونو په ۲۰۲۰ کال کې په کابل کې د موډلینګ له یوه پروګرام وروسته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او انس حقاني د ټویټر له لارې په مرګ وګواښلو او اوس چې دغه ډله په واک کې ده، زه د خپل راتلونکي او د خپلې کورنۍ په اړه اندېښمنه یم.»

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته ديانا په مجازي پاڼو کې خپل ټول فعاليتونه بند کړل او هغه پاڼې يې حذف کړې چې د جامو د اعلاناتو له پاره يې جوړې کړې وې. دیانا وايي، وېره لري چې د ټولنیزو رسنیو له لارې وپېژندل شي

 


Afghanistan Situation der Model unter Kontrolle der Taliban
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Ghazanfar Adeli/DW

د دینا په خبره «ما د ځان لپاره یو هدف او یو خوب درلود، او ما د موډلینګ په څانګه کې کلونه هڅه وکړه، مګر دا ټولې هڅې ضایع شوې." هغه زیاتوي چې اوس په داسې ټولنه کې ژوند کوي چیرې چې فردي ازادي نور شتون نه لري. دینا وايي: "زه اوس اجازه نه لرم چې خپلې هغه جامې واغوندم."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت ویاند مولوي محمد صادق عاکف، د دغو نجونو د اندیښنو په اړه وایي چې «افغانستان اشغال شوی وو او د ځوانانو د بې لارې کولو یوه پروژه وه، چې افغانانو هغه ونه منله.»

هغه زیاته کړې چې ځوانان اوس دا انتخاب لري چې کوم کالي واغوندي، خو زموږ مشوره دا ده چې ځوانان باید داسې جامې واغوندي چې له افغاني کلتور او اسلام سره سمون ولري.

په کابل کې پر سړک باندې موډلینګ

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

Krim Rauch über Luftwaffenstützpunkt Novofedorivka

کيف وايي د کريمیا په چاودنو کې لاس نه لري

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب

کور پاڼې ته تګ