1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو داخله وزارت: سیلابونو کې له ۳۰۰ ډیر کسان مړه شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۳, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ د طالبانو د ادارې د کډوالو چارو وزارت وویل چې په شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې د مړه شوو کسانو شمیر ۳۱۵ تنو ته رسیدلی دی او له ۱۶۰۰ ډیر کسان بیا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4fktf
افغانستان کې د خوړو نړیوالو پروګرام د سیلابونو ارقام خپاره کړي دي او وايي چې له ۳۱۱ ډیر کسان مړه شوي دي.
افغانستان کې د خوړو نړیوالو پروګرام د سیلابونو ارقام خپاره کړي دي او وايي چې له ۳۱۱ ډیر کسان مړه شوي دي. انځور: Mehrab Ibrahimi/Xinhua/dpa/picture alliance

په افغانستانکې وروستیو سیلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د تیرې جمعې په ورځ بغلان ولایت د شدیدو سیلابونو شاهد وو چې له کبله یې زرونو کورونه زیانمن شوي دي او درانه مالي او ځاني تاوانونه یې هم اړولي دي. نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۱۲ نېټه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د وروستیو سیلابونو د تلفاتو تازه شمیرې خپرې کړې. دغه وزارت ویلي چې د تیرې ورځې په سیلابونو کې د مړو شمیر اوس ۳۱۵ تنو ته لوړ شوی او دا چې تر ۱۶۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

بل لوري ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ بیا ویلي چې په وروستیو سیلابونو کې له ۱۵۳ ډیر کسان مړه شوي او د تلفاتو د شمیر د لوړیدو اندیښنه یې څرګنده کړه.

د کډوالو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د یوه پیغام په خپرولو سره یادې شمیرې خپرې کړي دي. دغه وزارت یادې شمیرې په بغلان ولایت کې د کډوالو چارو د ریاست په حواله خپرې کړې دي.

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

په عین حال کې په افغانستان د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالو پروګرام هم د وروستیو سیلابونوله کبله رامنځ ته شويو ځاني او مالي زیانونو ارقام خپاره کړي دي. دغه سازمان ویلي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې شدیدو سیلابونو د څه باندې ۳۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

د خوړو د نړیوال سازمان د اړیکو مسوولې رڼا دیراز د فرانسې خبري آژانس ته د تلفاتو په اړه ویلي چې «د اوسنیو معلوماتو پر بنسټ، په بغلان ولایت کې ۳۱۱ کسان مړه شوي، ۲۰۱۱ کورونه ویجاړ شوي او ۲۸۰۰ نور کورونه بیا زیانمن شوي دي.» په عین وخت کې په افغانستان کې فعالیو خیریه بنسټونو او حکومتي چارواکو د سیلابونو په هکله مختلفې شمیرې خپرې کړي دي خو دواړه لوري د تلفاتو او زیانونو د لوړیدو احتمال څرګندوي. په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان یا آی او ام بیا په سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۱۸ تنه ښوولی دی.

د بغلان ولایت سربیره په شمال کې تخار ولایت هم سختو سیلابونو ځپلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د فرانسې خبرې آژانس ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په بغلان ولایت کې په سیلابونو کې ۱۳۱ کسان وژل شوي او زیاتوي چې ښايي دغه شمیر لوړ شي. قانع زیاته کړې چې په تخار ولایت کې هم سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د نوموړي په خبره په تخار کې ۲۰ تنه او په بدخشان کې بیا دوه تنه په دغو سیلابونو کې مړه شوي دي.

ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

آژانسونه / خ.ح / ا.و.ا