1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ښځو پر کار بندیز او يوټيوبرۍ ته مخه کول

۱۴۰۳ فروردین ۳۰, پنجشنبه

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار محدوديتونه د دې سبب شوي دي چې له رسنيو، تلویزيون او يا فلم سره تړاو لرونکې ښځې يوټيوب ته مخه کړي. دوی وايي د مخ پر زياتيدونکي محدويت پر وخت یې دا د معاش يوه ښه لاره ده.

https://p.dw.com/p/4euvP
د طالبانو له خوا محدوديتونه د دې سبب شوي دي چې له رسنيو، تلویزيون او يا فلم سره تړاو لرونکې ښځې يوټيوب ته مخه کړي.
د طالبانو له خوا محدوديتونه د دې سبب شوي دي چې له رسنيو، تلویزيون او يا فلم سره تړاو لرونکې ښځې يوټيوب ته مخه کړي.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د حيات ستايش، سالون د فلم هغه سيټونو يا دريځونو ته نه رسيږي چې دې ورسره مينه درلودله. خو نوموړې وايي چې په کور کې د يوټيوب له پاره ويديوګانې جوړول هغه څه دي چې دمګړۍ ترې په افغانستان کې د ښځو له پاره بل کوم ښه انتخاب نشته، په داسې حال کې چې د طالبانو د محدويتونو له کبله ښځې مخ پر زياتيدونکي توګه په کورونو کې پاتېدو ته اړ کیږي.

کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبان بيا واک ته ورسېدل او پر ښځو یې د محدوديتونو د لګولو په موخه د حکمونو صادرول پېل کړل، ۲۱ کلنه حيات هغه وخت د فلم او تلویزيون يوه نوې غوړېدونکې هنرمنده وه. طالبانو پر نورو سربیره په تلویزيوني ډرامې کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او خبريالانو ته یې لارښوونه وکړه چې د خبرونو او پروګرامونو د ورړاندې کولو پر وخت حجاب وکړي.

حيات اوس په مياشت کې څه نا څه ۳۰ ويډيوګانې جوړوي. موضوعات یې له پخلي، فيشن او سينګار نیولې تر لنډو خندونکو ټوټو پورې رسيږي او له هغو ډېرو موافقو ښځو څخه يوه ده چې په افغانستان کې د نفقې پيدا کولو په موخه مخ پر زياتيدونکي توګه انلايني برنامو ته مخه کوي.

حيات چې د يوټيوب کانال یې د تير میلادي کال په سبتمبر میاشت کې پيل کړی دی او تر ۲۰ زرو ډېر سبسکرايبر يا تعقيبوونکي لري، وايي: «موږ هیڅ ځانګړي ابزار لکه کامرې، خاصې رڼاګانې، چرتقليونه او نور تجملي وسايل نه کاروو بلکې موږ پروګرامونه په خپلو موبایلونو ثبتوو.»

حيات وایي چې د خپل کانال له وجې د کرکې سره مخامخ شوې ده او له دې کبله کله چې دباندې فلم اخلي نو د خولې او پزې ماسک کاروي او عينکې پر سترګو کوي.

حيات د کابل د تومسن رويترز موسسې، ته وويل: «د نجونو او ښځو له پاره له کوره دباندې کار کول ډېر ننګوونکي دي په ځانګړي توګه د هغو له پاره چې د کامرې مخې ته دريږي او د يوټيوب له پاره محتوا جوړوي.»

د افغان نجونو له پاره تلویزونې زده کړې

حيات دا ونه ويل چې د يوټيوب له لارې څومره پېسې ګټي خو وايي چې خپله کورنۍ پرې ساتلی شي.

نړيوال بندیزونه د دې باعث شوي دي چې له افغان بانکونو سره د پېسو راکړه ورکړه محدوده شي. له دې کبله ډیری د يوټيوب محتوا جوړونکي په بهر کې دوستان لري چې د پېسو د انتقال د شرکتونو له لارې هغوی ته عايدات استوي. 

حيات وايي چې د هغې ډېر کتوونکي په امريکا متحده ایالاتو، کاناډا، ډنمارک او استراليا کې دي خو نوموړې په ترکيه، پاکستان او افغانستان کې هم ليدونکي لري.

د طالبانو «کنترول»

طالبانو د مرستندويه ټولنو زياتره ښځي کارکوونکې له کاره منع کړي دي او سينګارتونونه یې تړلي دي چې په دې توګه په لسونو زره ښځې بې کاره شوي دي. ښځې همدا راز پارکونو ته د تللو او بې له محرمه د سفر اجازه هم نه لري. ډېري نجونې او ښځې ښوونځيو او پوهنتونونو ته هم د تګ اجازه نه لري.

مينه سعادت چې د حقوقو يوه پخوانۍ محصله ده، له پوهنتونه تر منع کیدو وروسته یې د يوټيوب ويديوګانو جوړولو ته مخه کړې. هغه وايي: «په داسې يوه وضعيت کې چې ښځې تر ډېره په رسنيو کې له کاره منع دي، د يوټيوب کانالونه يو ښه انتخاب دی او په دې توګه زه خپله نفقه هم پيدا کولی شم.»

واک ته په ناڅاپي ډول د طالبانو رسېدو د لوېديځو هېوادونو د دوو لسیزو هغه هلې ځلې چې ښځو ته د اقتصادي مواقعو د ودې له پاره کولې، بې نتيجې شوې. طالبان وايي چې د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوې کوي.

د افغان ښځو د حقونو فعالې فوزيه کوفي، چې په ۲۰۲۰م کال کې د طالبانو په يوه بريد کې ټپي شوې هم وه، وويل چې يوټيوب کانالونه نه يوازې د پېسې ګټلو لاره ده، بلکې ښځو ته موقع ورکوي چې خپل پېغامومه، تجربې او آرزوګانې خلکو ته ورسوي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ستونزې

نوموړې چې دمګړۍ په لندن کې ژوند کوي، پوښتي: «په افغانستان کې هره ښځه موبایل لري او له نړۍ سره وصل ده. تاسې به څرنګه د يوه بااختياره نسل مخه ونيسئ؟»

خو سره له دې هم د حيات په شمول ډېری ښځې له دې ويره لري چې طالبان کولی شي هغه يوټيوب کانالونه وتړي چې د اطلاعاتو د کلتور وزارت له خوا یې د نشراتو جواز نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د يوټيوبرانو د اتحادیې مرستیال مشر شاداب ګلزار په دې اړه وايي: «طالبان هڅه کوي چې د دې زمينه برابره کړي چې په افغانستان کې فعاليت لرونکی د يوټيوب هر کانال جواز اخيستلو ته اړتيا ولري.»

هغه خبرداری ورکوي: «کله چې یې لايسنس واخيست نو بيا به هغه [کانال] ډېر تر کنترول لاندې راشي او مکلف به وي چې د لاسليک شوي تړون او تعهدات پر اساس عمل وکړي.»

ژوندي پاتېدل

طالبانو ښځينه يوټيوبرانو ته ډاډ ورکړی دی چې که چېرې هغوی د جواز له پاره اړين شراېط پوره کړي، نو هیڅ انديښنه بايد ونه لري. په دې شرائطو کې د ژورناليزم سند او درې کلنه کاري تجربه شامله ده چې د ډېرو هغو ښځو له پاره چې د طالبانو تر واکمنيدو د مخه یې ژورناليزم نه دی لوستی او کار یې نه دی کړی، پوره کول مشکل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند عبدالواحد ريان، وويل: «د دوی نشرات بايد له اسلامي نظام او ديني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او دوی باید له ديني او نژادي تعصباتو څخه ډډه وکړي.»

فاطمه ملکزۍ: په هر ډول شرایطو کې باید ناهیلي نه شو

نوموړي د دې په زياتولو سره چې يو جواز ۴۰۰۰ افغانۍ بيه لري، وويل: «تر کومه چې د پروګرام د محتوا په شمول د نورو اړخونو خبره ده نو په هغه کې دوی آزاد لاس لري.»

عبدالواحد ريان په داسې حال کې چې د ښځينه يوټيوبرانو د شمير په اړه ډاډه نه دی، وويل چې په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر يوټيوب کانالونه فعال دي چې له دوی څخه یې ۲۵۰ ته لايسنسونه جاري شوي دي.

د يوټيوبرانو د اتحادیې مرستيیال شاداب ګلزار، وويل چې د يوټيوب کانالونه د ښځو له پاره د عايد يوه د پام وړ سرچينه ده او «ډېري ښځې د خپل ژوند اړتیاوې» له دې لارې پوره کوي. 

د نوموړي د معلوماتو په حواله په افغانستان کې د ۱۰ او ۱۵ سلنه ترمنځ يوټيوبران په میاشت کې د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ امريکايي ډالرو ترمنځ او تر نيمايي لږ زيات یې په اوسط ډول د میاشتې تر ۵۰۰ ډالرو ډېر عایدات لري. دا په يوه داسې هېواد کې چې د نړيوال بانک په حواله یې سړي سر ناخالص توليد يوازې ۳۵۰ ډالر دی، مناسب مقدار پېسې دي.

ښځې وايي له کوره ترسره کیدونکي کارونه د ژوندي پاتيدو او نفقې پيدا کولو له پاره ډېر مهم دي.

کله چې د تلویزيون يوه پخوانۍ نطاقه عايشه نيازۍ او د هغې ميړه اړ شول له روژنالیزم لاس واخلي، دوی د يوټيوب له لارې له خپلې کورنۍ سره مرستې ته مخه کړه.

نيازۍ چې د يوټيوب له پاره په اوونۍ کې درې ځلي کلتوري او تاريخي ويديوګانې جوړوي او په میاشت کې څه نا څه ۳۰۰ ډالر ګټي، وايي: «د افغانستان په اوسنيو شرائطو کې پر سکرين راڅرګنديدل له خطره خالي نه دي... خو د عايد ترلاسه کولو له پاره بايد يو څه وکړو.»

هغه زياتوي: «د يوې مور په توګه زه دا نه شم ليدلی چې غبرګوني ماشومان مې وږي وي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)