1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

آیا لاهم افغانستان کې د پولیو ضد واکسین سره مخالفت کیږي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

روان کال کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو په ثبت سره افغانستان لاهم د نړۍ د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو کې دی، چې ماشومان یې د پولیو قربانې کیږي. بنسټېز خنډونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/4IbNF
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

«ته یې نه شې کولای»، د پولیو د یوې قرباني میرمنې هغه ځورونکې خبره چې، تر ۵ کلنۍ په کم عمر کې یې یوه پښه پولیو یا ګوزڼ وهلې.

د نبیله نوري په نوم دې میرمنې وویل:«په ډېرو سختیو مې ښوونځي کې ځان شامل کړ، اوس چې هرځای خپل اسناد ورکړم راته وايي ته یې نه شې کولای، دومره ډېر وخت په یوه پښه نه شې درېدلی، شاګرد ته درس نه شې ورکولای او یا که غواړم د انګلیسي په کورس کې داخله شم راته وايي ته یې نه شې کولای.»

دا میرمن وايي، د پولیو ضد واکسین نه کولو له امله پردې ناروغۍ اخته شوې.

نن د اکتوبر ۲۴مه پولیو سره د مبارزې نړېواله ورځ ده،  په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې هم په افغانستان کې د پولیو دوه مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې دا پېښې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پېژندل شوي، چې دا له پخوا د پولیو خطر سره مخ ولایتونه ګڼل کیږي.

ددغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دویچه ویله ته وویل:«د تېرو کلونو په پرتله پېښې کمې شوي او هڅه مو داده چې له پولیو پاک افغانستان ولرو.»

د پولیو ضد د واکسین کمپاینونه له تېرو شاوخوا ۲۲ کلونو په افغانستان کې دوام لري، خو لا هم په دې هېواد کې پر پولیو اخته قرباني ماشومان شته. 

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د تېر شاوخوا ۲۰ کلن جمهوري نظام پرمهال چې اوسنیو واکمنو (طالبانو) یې پرضد جګړه کوله، وېل کېدل چې ډیری وختونه په خپله طالبانو د پولیو ضد واکسین کولو مخنیوی کاوه.

افغانستان جلال آباد/د پولیو واکسین کمپاین
افغانستان جلال آباد/د پولیو واکسین کمپاینانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

ځینې وختونه کلتوري او دیني باورونه هم خنډ کیږي چې خلک نه غواړي خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

یوې واکسیناتورې اسماء صدیقي په دې اړه وویل:«پخوا به یې ویل چې دا واکسین خارجیانو او کافرانو جوړ کړی، نو نه یې کاوه خو اوس چې اسلامي امارت دی وايي چې مونږ واکسین کوو ځکه ملایانو اجازه ورکړې.»

په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د پولیو واکسین ستر مالي ملاتړ کوونکي بیل ګیټس ویلي ول چې طالبان ددغه واکسین د تطبیق پروړاندې ستر خنډ دي.

ملګري ملتونه: طالبانو د پولیو واکسین له تطبیق سره موافقه کړې

هغه زیاته کړې وه چې طالبانو په ځینو سیمو کې د واکسین اجازه ورکوله او په ځینو سیمو کې یې مخنیوی کاوه.

خو د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند وویل، اوس د هغوی د پوښښ ساحه پراخه شوې ده. هه زياته کړه: «د عامي روغتیا وزارت وخت په وخت په سیمو کې له ځايي مشرانو او علما کرامو سره ناستې ترسره کړي، ترڅو د پولیو د واکسین په تطبیق کې کوم خنډ رامنځته نه شي، خو لله الحمد اوس زمونږ کوریج د مخکې په نسبت ډېر زیات شوی.»

د روغتیا نړېوال سازمان هم مني چې اوس تر بل هروخت په افغانستان کې ډېرو ماشومانو ته لاسرسی لري.

دغه سازمان پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوسمهال تر ۴۶ زرو ډېر رضاکاران په افغانستان کې د پولیو پېښې څاري.

د روغتیا نړېوال سازمان د شمېرو له مخې د ۹۰ لسیزو په سر کې هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۰۰۰ ماشومان په پولیو اخته کېدل.