1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

آیا جنسي فعاليت د زړه د ناروغانو له پاره خطرناک دی؟

۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبه

جنسي فعاليت که څه هم چې د انسان پر بدني او رواني روغتيا ډېرې ښې اغېزې لري خو ځیني وخت د جنسي اړيکي په ترڅ کې او يا ترې لږ وروسته په ځانګړي توګه د نارينه وو د مړينې خبرونه اوريدل کيږي. آیا دا د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري؟

https://p.dw.com/p/466uF
Herzanfall Herzinfarkt
انځور: Colourbox

جنسي اړيکه پر نورو سربیره د وینې فشار په کمولو، د بدن د دفاعي سيسټم په قوي کولو او د خوب په ښه والي کې مرسته کوي. د مديکل ايکسپريس مجلې د يوه رپوټ په حواله جنسي فعاليت او انزال د اکسي توسين هارمون د افرازيدو باعث کيږي چې دا د عاشقۍ د هارمون په نوم هم ياديږي.

خو په دې ترڅ کې بد خبر دا دی چې ځیني کسان عین د جنسي اړيکي پر وخت يا ترې لږ وروسته مړه کیږي. له نيکه مرغه داسې پېښې ډېري لږې دي او په ټوله کې د ناڅاپي مړينو ۰،۶ سلنه جوړوي.

د ناڅاپي مړينې ډېر دلايل موجود دي. په ډېرو مواردو کې د جنسي فعاليت له کبله فزيکي فشار او يا د جنسي قوت د زياتولو له پاره تجویز شوي درمل او يا هم د کوکاين استعمال د ناڅاپي مرګونو باعث ګرځي.

د زړه د دريدو له کبله ناڅاپي مړينې د عمر په زياتيدو سره ډېريږي او زياتره په نارينه وو کې رامنځته کيږي چې [د ۵۹ کلنې په اوسط عمر لرونکو کې] تر ټولو عام علت یې د زړه حمله ده چې انفارکتوس ميوکارد هم ورته ويل کیږي.

یوازي ډوډۍ خوړل، زړه ته تاوان رسوي

خو په دې وروستیو کې د لندن د سانت جورج پوهنتون څيړونکو موندلې ده چې دا پېښې يوازې د منځني عمر په نارينه وو پورې نه محدودیږي. د هغو شپږو زرو ۸۰۰ کسانو په اړه په « JAMA Cardiology» مجلې کې د خپرې شوې څېړنې په حواله چې د ۱۹۹۴م د جون او ۲۰۲۰م کال تر اګست مياشتې پورې د زړه د ناڅاپي حملې له کبله یې ژوند له لاسه ورکړی وو، راغلي چې ۱۷ د مرګ موارد [۰،۲ سلنه] د جنسي اړيکي پر وخت او يا ترې يو ساعت وروسته ول.

د مړو شويو کسانو اوسط عمر ۳۸ کاله وو او ۳۵ سلنه موارد په ښځه کې رامنځته شوي ول.

څېړنې ښوولې ده چې اکثراً ځوان نارينه چې د جنسي اړيکي پر وخت یې د زړه د حملې له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی، تر مخه د زړه په ناروغۍ اخته ول.

خو د څېړنې په حواله نورو یې بيا په اصل کې هیڅ قلبي مشکل نه درلود او د جوړښت له لحاظه یې زړه بيخي نور مال وو. په دې کسانو کې د ناڅاپي مړينې علت د  Arrhythmic sudden death syndrome په نوم ناروغي وه چې Sads هم بلل کیږي. دا سندرم يا ناروغي د زړه په الکترونيکي سيسټم کې د سهوي له کبله رامنځته کیږي او په ترڅ کې یې د زړه ضربان په ناڅاپي توګه نامنظم کيږي.

د پښتورګو ناروغۍ د مخنيوي لاري

دا ډول سهوې په غالب ګومان ارثي وي. د څېړنې په حواله په دغو کسانو کې د مړينې دويم علت د آورته [Aorta] يا د وينې د ستر رګ شليدل وو.

د څېړونکو په حواله هغه ځوان لويان چې د زړه ناروغۍ پکې تشخيص شوي وي د جنسي فعاليت په تړاو خطرونو په اړه د زړه له متخصص سره باید مشوره وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: