آيا طالبان دسرحد په دواړو خواوو کښي جنګيدلای سی | دويچه ويله پښتو | DW | 27.10.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

آيا طالبان دسرحد په دواړو خواوو کښي جنګيدلای سی

پاکستان په خپل عمل کي ډير جدي دی . ددوی 30000عسکرو دهوايي اوځمکنيو بريدونو په جريان کي د جنوبي وزيرستان طالبان پسي اخيستي دي

د پاکستاني طالبانو مشر حکيم ا لله مسعود

د پاکستاني طالبانو مشر حکيم ا لله مسعود

دپولوڅخه آخوا په افغانستان کي دنړيوالي ټولني پوځ هم ډير جدي دی . په افغانستان کي دناټو عمومي قوماندان جنرال مک کريستال همدا دسپتمبر دمياشتي په 22نيټه افغانستان ته دنورو عسکرو داستولو غوښتنه وکړل . پدې دليل چي که طالبان افغانستان ته بيرته ستانه شي القاعده هم ستنيږي .

دپاکستان پوځ له 2001کال راهيسي څوڅو ځلي پرته دکوم برياليتوب له لاسته راوړلوڅخه هڅه کړيده چي دافغانستان اودپاکستان ترمنځ ګډه پوله دطالبانوله وجود څخه پاکه کړي . دپاکستان حکومت تراوسه څو څو واري له طالبانو سره ځيني هوکړي کړيدي، خو دافغانستان اودپاکستان ترمنځ ډير اوږدسرحد داسي اسانه کنتروليدای نسي . داسيمه د دواړو خواوودطالبانودپه شاتګ اودپټيدو ځای دی . دالمان دتروردڅيړنو او امنيتي سياست دانستيتوت مشر رولف توپهوفن وايي چي دسرحد دواړو خواو وطالبان، دامريکا دمتحده ايالتونودپوځ، اودهغو دمتحد اوملګري پاکستاني پوځ ترمنځ، بي اعتمادۍ څخه هم ګټه اخلي .

72 کلن توپهمفن زياتوي چي له ټولو څخه ستونزمنه خبره دپاکستان دامنيتي ځواکونو اودطالبانوترمنځ په ځني مواردوکي نژديوالی دی چي بايدمبارزه ورسره وسي .توپهوفن زياتوي :

لکه هسي چي ټول خبردي طالبان په پاکستان کي له هغوپخوانيو کسانو څخه چي نژدې والی يي ورسره درلوده ،مرسته ترلاسه کوي . تل بيا بيا پردې باندي بحثونه کيږي چي ترکومي اندازي پوري دا ارتباطات لاموجود دي؟ او دغه کسان څوک دي ؟ داډيره مهمه پوښتنه ده ځکه چي دپاکستان ډيری سرحدي پوليس پښتانه دي اودپښتنو په سيموکي اوسيږي . ددوی اقارب اوخپلوان له پولي څخه آخواهم سته ،او پدې باندي توپهوفن ښه پوهيږي، ځکه چي دی دازاده ژورناليست په حيث پخوا څوڅو واره افغانستان اوپاکستان ته تللي وو .

دناټو په يوه غونډه کي دپاکستان داستخباراتو يوه منصبدار خپله کيسه ورته کړې، چي دی يې دلته دهغه له خولي رانقل کوي .او وايي:

«زه پښتون يم . زه دهمدي سرحدي سيمي يم، زه به هيڅکله خپل تربور که زه پوه سم چي څه وخت له سرحدنه کلشنيکوف په لاس را تيريږي، ونه نيسم . »دا لنډه کيسه ښيي چي ددوی ترمنځ اړيکي څومره نژدې دي، اودافغانستان او دپاکستان طالبانوته څومره ستره تکيه ده .

نو طالبان په دوو جبهوکي جنګيږي : دافغانستان په جنوب کي چيري چي دوی دخلکوپر حمايت باندي حساب کولای یي، اوچيري چي دفشارونوله لاري کمزوري سيمه ايز حکومتي چارواکي له قدرت څخه غورځولای شي . او دپاکستان په لوري کي طالبان په جنوبي وزيرستان کي دپاکستان له تحريک طالبان سره په ګډه دپاکستان دپوځ پر ضدجنګيږي . ايطالوي دسياسي علوموپوه اود« قران ،کلاشنيکوف اوليپټوپ » په نامه کتاب ليکونکی ډاکتر انتونيو ګيوستوزي وايي : « سړی دطالبانو په برخه کي په ددو جبهو کي دجنګ کولو خبره نسي کولای » .

دی زياتوي ،

«دطالبانو په منځ کي دوه بيل بيل دريزونه سته . دهغو افراطي اړخ چي مشر يي حکيم ا لله مسعود دی، پدې عقيده دی چي په دوو جبهوکي جنګيدای شي . پداسي حال کي چي په واقعيت کي په يوه جبهه کي جنګ کوي .»

رولف توپهوفن دطالبانو دعملياتو په اړه وايي :

که پوځ په سرحدي سيمه کي دطالبانو دفعاليتونو پر مخنيوي باندي بريالی نسي ، نوبيرته به راسي . دوی به هلته ځاي ونيسي اودالوبي به دسره پيل شي . اويا داچي لکه هماغسي چي پخواهم څو څو ځلي شويدي، دپاکستان پوځ له يوه اويابل قامي مشر سره ددارامۍ دراوستلو لپاره معاملې اومعاهدي وکړي . خو دآرامۍ دراوستلو لپاره به دغه ډول معاملي داوږدې مودې په ترڅ کي پاکستان ډير کمزورې کړي ،چي ورسره به په افغانستان کي له ترورسره مبارزه هم کمزوري شي .

ميلاني ريدل / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري

اړوند مطالب