یوسف رشید: ولسمشریزې ټاکنې باید د سولې قرباني نه شي
۱۳۹۸ مرداد ۱۸, جمعهد افغانستان د سږ کال ولسمشریزو ټاکنو ته روان کمپاینونه د نورو کلونو په پرتله څه نا څه کم رنګه بریښي. طالبان چې دغه انتخابات ردوي، اوس له امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو بوخت دي. متحده ایالات هڅه کوي چې له طالبانو سره یوه توافق ته په رسیدو سره خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او جگړه ختمه شي.
څه موده وړاندې طالبانو د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې رد کړې او له خلکو څخه یې په دغو ټاکنو او کمپاینونو کې د نه ګډون غوښتنه وکړه. طالبانو په یوې بیانیه کې ویلي دي: «دغه ټاکنې د یو شمیر کاذبو سیاستوالو د نفسي غوښتونو د پوره کیدو په موخه د عامو خلکو له غولو پرته بل هیڅ هم نه دي.»
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا اجرائیه ریس یوسف رشید دویچه ویله ته دا تائیدوي چې نا امني، د طالبانو ګواښونه او د سولې روانې خبرې د ټاکنو د کمپاینونو د کمزورتیا سبب ګرځیدلي دي. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «امنيتي مسایل هم په دې کې خپل رول لري، خصوصا وروسته له هغې چې د طالبانو له لوري د انتخاباتو په هکله اعلامیه خپره شوه او کمپاینونو ته د دوی ګواښونه، [دا] واقعاً اغیزناکه دي. او بل دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو هم پر دغې پروسې اغیز اچولی دی.»
بل لوري ته راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځینو نوماندانو پر ولسمشر غني او د نوموړي پر ټیم تور پورې کړی چې د کمپاین په ترڅ کې له حکومتي امکاناتو استفاده کوي. د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په نامه ډلې چې پرون یې ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل کمپاین د تعلیق خبر ورکړ، د ټاکنو د شفافیت، د سولې روانې خبرې او امنیتي ګواښونه یې د یوې جدي ستونزې په توګه یاد کړي دي. د فیفا اجرائیه رئیس بیا وايي چې نوماندان په ځینو مواردو کې اړوند ادارو ته مراجعه نه کوي. نوموړي وویل: «موږ چې کله له بهرنیانو سره ملاقات کوو، دوی وايي چې زیاتره نوماندان د دې پر ځای چې د شکایتونو کمیسیون ته ولاړ شي او خپل شکایت ثبت کړي، دوی [بهرنیانو] ته شکایتونه کوي.»
«خپلواک که خپلوان کمیسیون؟»
په داسې حال کې چې د ټاکنو په کمپاینونو کې د سیاستوالو ترڅنګ د عامو افغانان ونډه هم کمزورې بریښي، د ټاکنو پر کمیسیون هم انتقادونه مخ پر زیاتیدو دي. پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې مکتوبونه لاس په لاس کیږي چې ګواکې د دې کمیسیون مشرې د خپلې کورنۍ یو غړی په یوې مهمې دندې ګمارلی دی. د فیفا اجرائیه رئیس دا تائیدوي چې دوی ته هم دغه راز یو مکتوب په لاس ورغلی خو زیاتوي چې د یاد مکتوب د کره والي په هکله هڅې روانې دي. یوسف رشید وايي: «که چیرته دغه موضوع او دغه مکتوب حقیقت ولري، نو په دې صورت کې دا خپلواک نه بلکې خپلوان کمیسیون دی.» خو د رشید د څرګندونو برعکس د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست بیا د کمیسیون د مشرتابه له لوري د خپلوانو ګمارنه ردوي او وايي چې ځینې کړۍ او افراد هڅه کوي چې ټاکنې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون بدنامه کړي.
د رشید په خبره، دوی ته ځینې داسې شکایتونه هم رسیدلی چې په تخار ولایت کې د آزاد رقابت له لارې بریالیو کسانو ته په کمیسیون کې د کار اجازه نه ورکول کیږي، بلکې د دې ولایت د کمیسیون ځايي مشران د کورنۍ غړي په دندو ګماري. د نوموړي په خبره د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپلوان کیمسیون د بدلیدو په حال کې دی او دا چې دغه څه به د خلکو اعتماد ته سخت زیان ورسوي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست بیا وايي چې تر اوسه پورې دوی ته په تخار ولایت کې د دغه راز هیڅ رسمي شکایت نه دی رسیدلی او زیاتوي چې د شکایت په صورت کې به کمیسیون په دې هکله اجرات وکړي.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څه موده وړاندې، د افغانستان راتلونکې ټاکنې د افغانستان له پاره یوه دسیسه بللې وه. له فیفا څخه یوسف رشید په دې باور دی چې د ټاکنو په هکله اساسي قانون په صراحت سره توضیح ورکړې او زیاتوي چې سوله هم د افغانانو له اساسي غوښتنو څخه ده. د فیفا اجرائیه رئیس زیاتوي چې د سولې له پاره باید جدي ګامونه واخیستل شي، خو ټاکنې باید د دغې پروسې قرباني نه شي.