گرجستان افغانستان ته نور سرتيري لېږي
۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبهپه روان وخت کي گرجستان په افغانستان کي ۹۳۶ تنه سرتيري لري، چي په نزدې راتلونکي کښي به ۷۴۹ تنه نور پر ور زيات سي.
ددې ټولۍ په لېږلو سره به گرجستان يوازنی هغه هيواد وي، چي د ناټو غړيتوب نه لري. ولي په دې چوکاټ کي يې ۱۶۸۵ سرتيري لېږلي دي.
د هغه وخت راهيسي چي گرجي سرتيرو په افغانستان کي په عملياتو کي برخه اخستې شاوخوا ۱۰ تنه وژل سوې او په لس هاوو نور ټپيان سوي دي.
گرجستان په ۲۰۱۰ کال کي پريکړه وکړه، چي په افغانستان کي به د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په چوکاټ کي عملياتو کي برخه واخلي.
دا په داسي حال کي ده چي د ناټو ځواکونو يو شمېر هيوادونو له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په را ايستلو پيل کړی دئ.
وروسته تر هغه چي د ليزبن په غونډه کي ۲۰۱۴ کال په افغانستان کي د جنگي ماموريت د پای کال اعلان سو د امريکا په شمول ډيرو نورو هيوادونو د دغه هيواد څخه د خپلو سرتيرو د را ايستلو پلانونه جوړ کړل.
د امريکا متحده ايالات به د ۲۰۱۲ کال تر مني پوري ۳۳۰۰۰ سرتيري وباسي او پاته نور به يې د ۲۰۱۴ کال ترپايه، لکه څنگه چي دوئ وايي کرار کرار را وباسي.
خو اوس داسي ويل کيږي، چي د افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو د ستراتيژيک تړون تر لاسليکولو وروسته به يو شمېر امريکايي پوځونه په افغانستان کي پاته سي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض