جرمونه
ګردیز کې د موټر بم چاودنه شوې
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پوځي تأسیساتو ته څیرمه یوه موټر بم چاودنه رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره د زیات شمیر کسانو د وژل کیدو انديښنه شته. د دغه ولایت ځیني سیاستوال د څلور تنو د وژل کیدو څخه خبر ورکوي. لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزات ویاند طارق آرین، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې «نظامي محکمې او مستوفیت ته څیرمه د موټربم چاودنه کې لسګونه ښاریانو ته مرګز ژوبله اوښتې ده.»
په پکتیا ولایت کې د پوځ ویاند ایمل خان مومند ویلي دي چې برید له چاودیدونو توکو ډکې لارې په واسطه ترسره شوی دی چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي. طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.