کندهار: په ماين چاودنه کي ۱۱ ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبهد کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي ویاند جمالناصر بارکزی دویچه ویله ته وویل، چي دغه پېښه نن (پنجشنبه) د یادي ولسوالۍ د زلخان په سیمه کي پېښه سوې ده.
د ویاند په قول، په دې سړک غاړي ماین چاودنه کي ددغه سیمه ایز قومندان، چي (غمي اغا) نومېږي، مور، پلار، ۲ خویندي او یوه لور وژل سوي دي او ۶ نور ماشومان ټپیان دي.
ویل کیږي چي دوی د کوزدې مراسمو ته په موټر کي روان ول، چي ماين پرې وچاود.
غمی آغا هغه پولیسافسر دی چي پر ټولنیزو رسنیو یې د جنرال عبدالرازق څېرې ته د ورته والي له امله شهرت پیدا کړی دی.
په دې وروستیو کي د سړک غاړي ماین چاودني په کندهار کي زیاتي سوي دي چي ډیری قربانیان يې عام خلک دي.
که څه هم دولتي مسئولین د دغه شان پيښو پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عام افغانان غواړي چي د بین الافغاني خبرو تر شروع کیدو پوري دي اورکم او بیا اوربند ته په رښتیا سره لار هواره سي.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار