1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: طبي بوټی «انجه» د ورکیدو له خطر سره مخامخ دی

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د کندهار په دريو ولسواليو کې طبي بوټی «انجه» د ورکيدو له خطر سره مخامخ دی. کارپوهان د دې بوټي د ورکيدو ستر علت وچکالي بولي خو د ساتنې له پاره یې باید څه وشي؟

https://p.dw.com/p/4P7jo
آرشيف انځور: وچکالي په افغانستان کې د يو شمير نباتاتو بقا ګواښي
آرشيف انځور: وچکالي په افغانستان کې د يو شمير نباتاتو بقا ګواښيانځور: F. Hecker/blickwinkel/picture alliance

د کندهار ریګستان، تخته پل او ښوراوک هغه ولسوالۍ دي، چي د هیواد په کچه یاد طبي بوټي چې «اوښۍ» هم بلل کیږي، پکښي زیات ول خو اوس د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي.په همدې موخه نن پنجشبنه د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست څارنیزه ډله د کندهار دريو ولسوالیو ته تللې ده

انجه یو در ملیز بوټی دی، چي د خوړو په مسالو او ځیني درملو کي کاریږي. دغه بوټی د افغانستان ترڅنګ په ازبکستان او هندوستان کي هم پیداکيږي.  د بوټي تنه يې تر ۳ مترو پوري جګیږي او قوي ریښي لري، ګل يې شین او ژیړ رنګونه لري. 

اړوند: امریکا او آلمان د کرونا د درمل په توګه د یوه افریقايي بوټي څیړنه کوي

د کندهار د چاپيریال ساتني ریاست د طبعي میراثونو د مدیریت د تنوع حیات کارپوه سید ولي سادات په دې اړه داسي وايي: «د دوامداري وچکالۍ له کبله ددغه طبي بوټي وده کمزورې او کیفیت يې ټیټ سوی دی.» 

بلیک بیری بالسامیکو، بلیک بیری په بالسامیک سرکه کې اچول کیږي
بلیک بیری بالسامیکو، بلیک بیری په بالسامیک سرکه کې اچول کیږيانځور: F. Hecker/blickwinkel/picture alliance

د نوموړي په قول د ولایت مقام په خاصه لارښوونه يې یادو ولسوالیو ته د یو مسلکي پلاوي په مشرۍ سفر کړی او د نظارت په ترڅ کي يې «ښوراوک او تخته پل ولسوالیو ترڅنګ د

ريګستان د تاغز ټوله سيمه د سږ کال لپاره کرنتين کړې، ترڅو د دغه مهم طبي بوټي پاته نسل له منځه تلو څخه وژغورل سي.»

د کندهار پوهنتون د کرني پوهنځي فارغ التحصل محمد عثمان برکت وايي، دا په کرنه او طبابت کي یو مهم بوټی دی، چي په یوشمېر اسیايي او اروپايي هیوادونو کي يې خرڅول او رانیول ښه اقتصادي ګټه لري. 

اړوند: امریکا د بنگو بوټي درجه بندي رد کړه

برکت زیاتوي: «انجه یا اوښۍ د می میاشتي څخه بیا تر سپټمبر پوري ګل کوي او دغه بوټی په هندوستان کي ډېر کاریږي، ځکه هندیان يې د ناروغیو د درملني ترڅنګ د دیګ په مسالو کي هم ډېر کاروي.»

چکوري طبي ګلونه
چکوري طبي ګلونه انځور: Manfred Ruckszio/Zoonar/picture alliance

نوموړی زیاتوي، انجه یا اوښۍ د کرني له نظره د Apiaceae په کورنۍ او د Ferula په جنس پورې اړه لري. دغه طبي بوټی ښه بوی لري او د خوړو په نرمولو کي هم ګټه ورڅخه اخیستل کیږي. 

اړوند: په افغانستان کې د غلو حاصلات په بې ساري ډول کم شوي

د کرني ریاست د مسؤلانو په خبره، د هیواد په کچه د کندهار د ریګستان ولسوالۍ د « جندم» د ښې او په نړيوالو بازارونو کي د منلي اوښۍ د ودي سیمه ده. 

دا په داسي حال کي ده، چي په هیواد کي اوږدو کورنیو جګړو، وچکالۍ، کډوالۍ او په دې برخه کي د مسلکي کسانو کمښت نه یوازي درملیز بوټی بلکي د هیواد په بېلا بیلو سیمو کي وحشي ژوي، مرغان، ځنګلونه او ان زراعتي سیمي او سیندونه هم سخت اغېزمن کړي دي. 

د ځینو طبي نباتاتو د ګلانو ترڅنګ يې غوټۍ هم د انسانانو روغتیا ته ډېري ګټوري دي
د ځینو طبي نباتاتو د ګلانو ترڅنګ يې غوټۍ هم د انسانانو روغتیا ته ډېري ګټوري ديانځور: F. Hecker/blickwinkel/picture alliance

د سیمي خلک او د کرني مسلکي کسان د کندهار ولایت د طبي بوټو د ارزوني او ساتني دغه اقدام ستايي او غواړي، چي په دې اړه نورو برخو ته هم پاملرنه زیاته سي، ترڅو د

چاپيریال په ساتني سره  د خلکو اقتصاد هم پیاوړی او زیاتي چاپیریالي ناروغۍ مهار سي. 

زموږ له ارشیف څخه: