1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا دغه افریقايي چای د کرونا درملنه کوي؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه

د شرقي افریقا په مداګسکار کې له یو ډول بوټو څخه د ملاریا د درملنې له پاره کار اخیستل کیږي. پوښتنه دا ده چې د ملاریا ناروغۍ دغه بوټی د کرونا ناروغۍ له پاره هم اغیزمن دی؟ په دې هکله په آلمان او امریکا کې څیړنې پیل شوې دي.

https://p.dw.com/p/3dkT0
App Pollen Ambrosia-Pflanze
انځور: picture-alliance/dpa

په افریقايي هیواد مداګسکار او همدا راز په ټولو افریقايي هیوادونو کې د Artemisia annua یا چینايي دارو په نامه پیژندل کیدونکی بوټی د ملاریا د ناروغانو د درملنې له پاره کارول کیږي. دغه بوټي ته چې د مالاریا ناروغۍ د درملنې له پاره اغیزمن شمیرل کیږي، په عربي ژبه کې «شيح حولي» ویل کیږي. دغه بوټی بیا په آلمان کې د Beifuß په نامه پیژندل کیږي.

په مداګسکار افریقايي هیواد کې ځايي خلک وايي چې دغه بوټی د کرونا ناروغانو له پاره هم ګټور ثابت شوی دی. د دغه هیواد د ولسمشر له پاره هم دغه موضوع د کرونا له بحران سره د وتلو يوه لاره ښکاري. هغه وايي چې د کرونا ویروس پر وړاندې دغه طبیعي درمل، ټولې نړۍ ته د افریقا یوه ډالۍ ده. دا په داسې حال کې چې د دې بوټي د اغیزمنیتا په هکله د روغتیا نړیوال سازمان او افریقايي ډاکټرانو انتقادونو هم د دې بوټي په هکله د دې هیواد د ولسمشر نظر نه دی بدل کړی.

د فرانسې د تلویزیون خبریال، آندرې راژلینګ، په خپل یوه رپوټ کې چې په مدګسکار کې یې د دې بوټي په هکله جوړ کړی، پوښتنه کوي چې که چیرته د دغه بوټي د خاصیت او اغیزمنتیا په هکله په کوم اروپايي هیواد کې ادعا شوې وای، آیا بیا به هم خلکو پرې شک کولی؟ هغه پخپلې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې فکر نه کوي چې څوک به پرې شک ولري.

د ډیرو ناروغیو له پاره ګټور بوټی

مداګسکار افریقايي هیواد د نړۍ په کچه د Artemisia annua طبي بوټي لس فیصده تقاضا پوره کوي. له دې بوټي څخه د ملاریا له پاره تر ټولو اغیزمن درمل یعنې "آرتمیسینین" هم جوړیږي. د افریقا په لویه وچه کې له دې بوټي څخه نه یوازې د ملاریا او انفلونزا له پاره بلکې په دغو هیوادونو کې د ګڼ شمیر نورو ناروغیو له پاره هم کار اخیستل کیږي.

په جنوبي افریقا کې د کوازولا ناتال په نامه په پوهنتون کې د دودیزو دارو درملو د برخې کارپوه سبا ګوکالني، د کرونا ناروغانو له پاره د دې بوټي د اسفتادې په هکله وايي: «د کووید ۱۹ علایم تبه او د نفس تنګوالی دی چې دغه څه په انفلونزا کې هم موجود دي، نو له دې کبله دا معقوله موضوع ده چې ولیدل شي دغه بوټی د دې [کرونا] ناروغۍ له پار هم مرسته کوي.» خو سره له دې هم هغه ټینګار کوي چې تر اوسه پورې په دې هکله ډیر شواهد موجود نه دي او دا چې هغه [بوټی] باید تجربه کړل شي.

Beifuß
انځور: Fotolia/Barbara Pheby

د Artemisia annua په نامه دغه بوټي په اصل کې په چین کې رشد کوي خو په افریقايي هیواد مداګسکار کې هم د دې بوټي یو خاص ډول پالل کیږي چې د "آرته‌میسیا آفرا" (Artemisia afra) په نامه شهرت لري او د خلکو ترمنځ د یوه دودیز شفا ورکونکي بوټي په توګه پیژندل کیږي.

په ځینو سیمو کې ان خلک دغه بوټی په خپلو کورنو کې کري او بیا یې د ژمي په موسم کې د زکام او انفلونزا د ناروغۍ پرمهال د چای په څیر استفاده کوي.

په آلمان او امریکا کې د دې بوټي په هکله تحقیقات

د انسان به بدن کې د ملاریا او کووید ۱۹ عاملين دواړه رشد کوي، خو پر دواړو ناروغیو باندې د آرتمیسینین (Artemisinin) ویروس ضد اثرات له وړاندې نه پیژندل شوي دي.

آرتمیسیا (Artemisia) داسې یو طبي بوټی دی چې یو شمیر طبي څیړونکو او کارپوهانو یې په هکله هیله بخښونکي څرګندونې کړې دي. په آلمان کې د ماکس پلانک انستیتوت د کیمیا د برخې کارپوه پیټر زییبیرګر (Peter Seeberger) یو ځل بیا آرتمیسینین په هکله خپلو څیړنو ته ادامه ورکړې ده. نوموړي د ډیرې مودې راهیسې د دې بوټي په هکله پلټنې پیل کړې وې.

په آلمان کې د ماکس پلانک انستیتوت د کیمیا د برخې کارپوه پیټر زییبیرګر په دې هکله وايي: «د کوید ۱۹ ناروغۍ په خپریدو سره موږ طبعاً خپلو پخوانیو تحقیقاتو ته هم مراجعه وکړه او هغه مو چې ولیدل هغه دا وو چې [دغه بوټی] د ویروس ضد خاصیت لري او احتمال لري چې [د انسان] په ارګانیزم کې مهم دوهم میکانیزم هم رامنځته کړي چې په پایله کې یې د انسان د بدن دفاعي سیستم غښتلی شي او کیدای شي [بیا] د دې ناورغۍ [کرونا ویروس] پر وړاندې هم مفید تمام شي.»

د پیټر زییبیرګر په خبره، چې دوی د دې درملو د ازموینو له پاره په امریکا متحده ایالاتو کې هم مرسته موندلې ده او دا چې په امریکا متحده ایالاتو کې هم یاد لوري په دې برخه کې علمي تحقیقات کړي دي. پیټر زییبیرګر ویلي چې د آزموینو له پاره یې مناسب دوز غوښتل شوی دی او زیاتوي چې په راتلونکو څو اونیو کې به په دې برخه کې عملي تحقیقات پیل کړي. نوموړی زیاتوي چې له دې کبله چې افریقايي چای "آرته‌میسیا" (Artemisia) په آسانۍ سره د لاس رسي وړ دي نو د ټاکلې مودې څخه وړاندې یې پراخې آزموینې پیل شوي دي.