کلنټن: ايران دي د عراق په اړه خوبونه له سره وباسي
۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبههغي په ازبکستان کي د سي اين اين تلويزوني شبکې سره په يوه مرکه ويلي چي، هيڅوک او په خاصه توګه ايران به په عراق کي زموږ د تعهداتو په اړه کومه غلطه محاسبه ونه کړي.
وروسته تر هغه چي عراق په خپله خاوره کي د امريکايي ځواکونو د پاته کيدو قانوني مصؤنيت رد کړی، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما څو ورځي وړاندي اعلان وکړی، چي د عراق څخه به د روان کال تر پايه ټول امريکايي سرتيري راووزي.
سي اين اين تلويزوني شبکې په يوه مرکه کي د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه پوښتنه کړې وه، چي د عراق څخه د امريکايي پوځونو تر وتلو وروسته به ايران د هغه هيواد د پوځ په روزنه او مرستو کي برخه واخلي که څنګه؟
په ځواب کي د ايران ولسمشر ويلي ول چي ايران د عراق سره « ځانګړي اړيکي» لري خو په دي اړه بايد د عراق دولت فيصله وکړي، چي د هغوی د پوځ په روزلو کي څه رنګه مرسته وسي. موږ بايد په دې اړه د عراق د دولت فيصلې ته انتظار وباسو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري ويلي، هيواد به يې د امريکايي پوځونو تر وتلو وروسته هم د عراق د پوځ روزولو او مرستو ته ادامه ورکړي او د امريکا متحده ايالات به هلته کلک ديپلوماتيک حضور ولري.
کلنټن زياته کړې، چي پردې سربيره به په عراق کي ځانګړی ديپلوماتيک حضور و يوه آزاد، خپلواک او دموکراتيک عراق ته پاملرنه کوي.
هغه وړاندي زياتوي، چي امريکا د عراق په نزدې ګاونډيو هيوادونو کي اډې لري، امريکا د ترکيې سره ملګرتيا لري او دا شان امريکا په سيمه کي پوره حضور لري.
خو په هر حال د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا د جمعې په ورځ ويلي، چي د امريکا له لوري د عراق د پوځ د روزلو په اړه يې د هغه هيواد له حکومت سره خبري اتري رواني دي.
د عراق اوسنی رژيم د ايران سره نزدې اړيکي لري او د واشنګټن سره اړيکي کږليچني دي.
په عيني وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو محافظه کارانو د بارک اوباما دغه فيصله چي د عراق څخه دي ټول امريکايي پوځيان ووزي، ايران ته د ټولو دروازو د خلاصولو سره پرتله کړې.
سناتور جان مکين دغه فيصله يوه لويه تيروتنه بللې او ويلي يې دي، چي کيدای سوای د عراق سره يوې پريکړي ته رسېدلي وای، هغه زياتوي، چي زه په عراق کي د ايران د نفوذ په اړه ډيره ژوره انديښنه لرم.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل