1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاين سټاين: اوس د ايران سره د جگړې وخت نه دی

۱۳۹۰ مهر ۲۵, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو د گوند يوې نامتو سناتوري خبرداری ورکړی، چي د ايران له لوري د اټومي پروګرام پراخوالي او په واشنګټن کي د سعودي عربستان د سفير د وژلو توطيي امريکا او ايران د ټکر پر لور روان کړي.

https://p.dw.com/p/12tBu
سناتوره ډيان فاين سټاين
سناتوره ډيان فاين سټاينانځور: AP

د امریکا د سنا د استخباراتو د کميټې مشره ډيان فاين سټاين ويلي، چي دا وخت د ايران سره د جګړې نه دی خو داسي نړيوال قوي بنديزونه چي د ايران په رويې کي بدلون راولي په هر حال اړين دي.

هغې د يکشنبې په ورځ د امريکا د فوکس نيوز تلويزوني شبکي سره په مرکه کي ويلي، چي هغه د ايران د مرکزي بانک پر ضد د بنديزونو څخه ملاتړ کوي.

« ايران په خپلو اټومي فعاليتونو کي ډيروالی راولي، زما په نظر ايران پر مخالفه رويه روان دئ او دا يو ډير خطرناک حالت دی.»

هغې ويلي، که چيري تيرو څو کلونو ته نظر واچول شي، نو دا خبره به روښانه سي، چي موږ د ټکر پر لار روان يو. که موږ، چيري ددې مخنيوی غواړو نو ددې له پاره بايد لازم ګامونه پورته کړل سي.

فاين سټاين ويلي چي په لومړي سر کي هغې هم پرهغه راپورونو شک کاوه، چي د ايران د القدس انقلابي ګارد به د مکسيکو د نشه يي توکو د بانډ په مرسته په واشنګټن کي د سعودي عربستان د سفير د وژلو په توطيه کي لاس ولري، خو د ټولو شواهدو د کتو څخه وروسته د هغې دغه شک لري سوئ دی.

هغې ويلي، چي داسي شواهد شتون لري، چي د القدس مشر، قاسم سليماني، د دغه پلان څخه خبر وو، خو فاين سټاين زياته کړې، چي دا خبره روښانه نه ده، چي آيا د ايران روحاني مشر، آيت الله علي خامنايي، هم د دغي توطيې څخه خبر وو او که نه.

فاين سټاين زياتوي، چي د تهران رژيم د هيواد په دننه او شاوخوا سيمو کي دغسي فعاليتونو تر سره کړي، خو د نړۍ په يو بل ګوټ کي داسي يو بريد کول يقيناً يو راپارونکی عمل دی، چي دا زموږ له پاره د انديښنې خبره ده او زما په نظر دې خبري به سعودي عربستان هم په انديښني کي اچولی وي.

کله چي د فاين سټاين څخه وپوښتل سول، چي آيا د امريکا متحده ايالات د القدس پر ضد کوم ګام پورته کولا سي، په جواب کي يې وويل: « دغسي يو څه ښايي د جګړې پيل وي، پوښتنه دا ده چي آيا موږ اوس د ايران سره جنګ غواړو؟ زما جواب، نه دی.»

فاين سټاين ويلي، چي موږ په عراق او افغانستان کي بوخت يو. د پاکستان سره مو هم اړيکي ترينګلي دي. په داسي يو وخت کي زموږ هيواد ته نه دي په کار، چي يوې نوي جګړې ته ورننوزو.

په عيني وخت کي د ايران روحاني مشر آيت الله علي خامنايي د يکشنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو ته خبرداری ورکړی، چي په واشنګټن کي د سعودي عربستان د سفير د وژلو د توطيې په تور د واشنګټن له لوري د هر رنګه قدم پورته کول به د ايران له لوري د سخت غبرګون سره مخامخ سي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زیارمل