1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: افغانستان او پاکستان د دریم مقام له پاره سره لوبه کوي

۱۳۹۶ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو د کرکیټ نړیوال جام سیالیو په نیمه پای لوبه کې هند، پاکستان ته په ۲۰۳ منډو ماتې ورکړه. پای لوبه به د آسترالیا او هند تر منځ وي. د دریم مقام له پاره به افغانستان او پاکستان سره لوبه وکړي.

https://p.dw.com/p/2rk5i
Cricket  Hagley Oval
انځور: picture-alliance/dpa/K.Schwörer

د کرکیټ تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ مخ پر ختمیدو دي. پای لوبه به د فبرورۍ په دریمه نیټه د آسترالیا او هند تر منځ وشي.

د جنورۍ په ۳۰مه نیټه د هند لوبډلې د ټاس تر ګټلو وروسته په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د پاکستان د ځوانانو لوبډلې ته د ۲۷۳ منډو هدف وټاکه. د هند له لوري شبنم ګل په زړه پورې لوبه وکړه چې ۱۰۲ منډې یې وکړې او د لوبې تر آخره ناسوځیدلی پاتې شو. هغه د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې محمد موسی تر ټولو ښه وځلید او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې وسوځول. همداشان ارشد اقبال هم درې ویکټې واخیستې.

خو د ۲۷۳ هدف په تعقیب پاکستان له لومړي سره له ستونزو سره لاس او ګریوان شو. د ۴۱ په مجموعي منډو د پاکستان شپږ لوبغاړي سوځیدلي ول. د پاکستان هیڅ کوم لوبغاړی و نه توانید چې تر شلو منډو ځان ورسوي. روهیل نظیر اتلس او سعد خان ۱۵ منډې وکړي. په پای کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۳۰ اور کې د ۶۹ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. هند دغه لوبه د ۲۰۳ منډو په ستر توپیر سره وګټله. پاکستان دوه وارې تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو د کرکیټ نړیوال جام ګټلی دی.

دریم مقام

تر دې دمخه د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې له آسترالیا څخه ماتې خوړلې وه او د دغه نړیوال جام پای لوبو ته د رسیدو هیله یې پوره نه شوه. د افغانستان او پاکستان دواړې لوبډلې په D ګروپ کې وې او دواړه لوبډلې وتوانیدې چې د دغو سیالیو تر نیمه پای لوبو ځانونه ورسوي.

اوس د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو تر منځ د دریم مقام د ګټلو له پاره لوبه کیږي. په ګروپي سیالیو کې د افغانستان لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او تر دې دمخه یې د آسیا جام سیالیو په پای لوبه کې هم پاکستان له ماتې سره مخامخ کړی وو.