کرزی: د بن د دوهم کنفرانس څخه ډيري هيلي لرو
۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبهد جرمني جمهوررئيس کريستيان وولف نن يکشنبه په يو رسمي سفر افغانستان ته تللی او هلته يې د مدني ټولني د استازو سره تر يوې غونډي وروسته د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه خبري غونډه کي گډون وکړ.
د آلمان جمهوررئيس د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه دانه زوی ته د آلمان څخه د کوچنيانو يو بايسکل چي په ځانگړې توگه د ميرويس د پاره جوړ سوی و ور وړی دی.
کريستيان د ولسمشر کرزي سره په گډه خبره غونډه کي يوار بيا پر هغه خبري ټنگار وکړی، چي آلمان به تر ۲۰۱۴ کاله وروسته، چي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووزي هم افغانان يوازي پرېنږدي.
د هغه په خبره په افغانستان کي پر نا امنيو سربيره به آلمان د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي په دې خبري غونډه کي آلمان د افغانستان يو ډير نژدې دوست ياد کړی او زياته يې کړه، چي دغه دوه هيوادونه د يوې پيړۍ را په دې خوا ډير ټينگ دوستان دي. « دا هغه هيواد دی چي هر وخت يې افغانانو ته د دوستۍ او همکاريو لاس ورغځولی، او هغه هيواد دی چي هر وخت يې افغانان دوست بللی او مرستي ته يې وردانگلي.»
دغه راز په دې خبري غونډه کي ولسمشر کرزي د بن ددوهم نړیوال کنفرانس په اړه وويل: « افغانان اميدواره دي، چي دغه کنفرانس به د افغانستان د سولي، ابادۍ او نيکمرغي سبب وگرځي او بهرنيان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم تر ۲۰۲۴ کاله د افغانانو ملاتړي پاته سي.»
ولسمشر کرزي دغه راز د افغانستان په سرحدي سيمي کي د گاونډيو هيوادونو د بريدونو په اړه وويل، چي د افغان حکومت په څېړنو کي هغه ادعاوي چي مطبوعاتو کړي ناسمي ختلي او هيڅ وخت به په ناسمو خبرونو د خپلو گاونډيانوسره اړيکي خرابي نه کړي.
د هغه په خبره که رشتياهم هغوی د افغانستان پر سرحداتو تيری وکړي بيا به نو افغانستان جدي اقدام وکړي. ولي تر اوسه پوري دا کار نه دی سوی.
د آلمان جمهوررئيس کرستيان وولف هم ټنگار وکړی چي د افغانستان سره د گاونډيانو د ستونزي په اړه به په ارويايي ټولنه کي د اړيکو د ښه کولو کوښښ وکړي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: بريښنا صابر