1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن په دوهمه غونډه کې طالبان د ګډون اجازه نه لري

۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

په افغانستان کي د امريکي سفير ريان کراکر وايي چي د افغانستان په راتلونکي نړيوال کنفرانس کي د افغان دولت وسله وال مخالفين د ګډون حق نه لري. په پام کي دي چي د دسمبر په پيل کي دغه کنفرانس د آلمان د بن په ښار کي جوړه شي

https://p.dw.com/p/12Bai
په کابل کی د متحده ایالاتو نوی سفیر ریان کراکر
په کابل کی د متحده ایالاتو نوی سفیر ریان کراکرانځور: DW

یوه ورځ وروسته له هغی چی د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانکړی استازی، میښایل شتاینر په کابل کی د د افغانستان د راتلونکی نړیوال کنفرانس په موضوع باندی له افغان چارواکو سره خبری وکړی، د متحده ایالاتو نو سفیر ریان کراکر د دغه کنفرانس په اړه د خپل هیواد دریح څرګند کړ. هغه وویل چی د طالبانو په شمول وسلوال مخالفین نه شی کولای چی دغی غوندی ته وبلل شی.

کراکر دغه څرګندوني پرون په کابل کې د یوي خبری ناستي پر مهال وکړي.

هغه وویل: «له شک پرته د بن دوهمه غونډه ډيره لویه غونډه ده، چې د نړۍ د لوړو چارواکو د ګډون سربیره به د سیمې مشران هم پکې برخه واخلي، د دغه کنفرانس مشري به افغان دولت کوي او پکې به لویی پریکړي اعلام سي خو طالبان به پکې دګډون حق و نه لري.»

ټاکل سوي چې د روان ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړه سي.

په کابل کې د امریکی سفیر وایی که څه هم طالبان به غونډه کې د ګډون حق و نه لري خو له هغوي سره خبري اتري د دغې ناستي مهمه موخه ده .

د بن د لومړي کنفرانس وروسته هم نیوکه پر دې وه چې ګواکي طالبانو ته پکې د ګډون حق نه وو ورکړل سوی او همدا وو چې جګړه تر نن ورځي پوري پراخه سوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده دمخه ویلي وو چې طالبان کولای سي د بن په دوهمه غونډه کې د افغانانو تر مشرتابه لاندي برخه واخلي خو اوس داسي ښکاري چې امریکا د هغوي له ګډون سره مخالفه ده .

ښه حکومتوالي، د قانون حاکمیت، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل او د اوږد مهال لپاره له افغانستان سره د نړیوالي ټولني مرستي د بن د دوهمې غونډي اصلي اهداف ښودل سوي.

ریان کراکر وایی د نړۍ شاوخوا سل هیوادونه د بن دوهم کنفرانس ته وربلل سوي خو طالبانو ته پکې ځآی نه سته .


تر دې دمخه په دغه غونډه کې د طالبانو د یو شمیر استازو د ګډون په اړه بیلا بیل راپورونه خپاره سوي ول.

د امریکا سفیر وایی چې د طالبانو څخه د سیمیز ملاتړ سربیره له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته دغه ډله واک تر لاسه نه کړي.

واک ته د طالبانو د بیرته رسیدو په باب هغه مهال د افغانانو اندیښني را ولاړي سوي چې یو شمیر امریکایی ځواکونو له افغانستان څخه وتل پیل کړل او دغه کار زور پالو ته مورال ورکړ.

ریان کراکر وایی« دا نه شو ویلای چې له طالبانو څخه ملاتړ نه شته، طالبان سیمیز ملاتړ لري، امریکا او متحدین به یې پرېنږدي چې طالبان بیا واک ته وړسیږي.»

د امریکې سفیر په افغانستان کې د شویو پرمختګونو تر څنګ د یو شمیر ستونزو په شتون هم اعتراف کوي.

نوموړی وایې چې د دغو ناخوالو د لري کولو لپاره واړه متحدین، امریکا، نړیواله ټولنه او افغان حکومت په ګډه کار کوي.

دا په داسي حال کې ده چې دوه ورځي دمخه د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی فرانک شتاینر هم کابل ته را ورسید.

نوموړي وویل چې د بن له دوهمي غونډي د نړیوالو تمې ډیري زیاتي دي او ورته ترتیبات د بشپړیدو په حال کې دی.

کابل/ میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم