"کرزي د ټاکنو کمېسيون د پريکړي ملاتړ وکړی"
۱۳۹۰ شهریور ۳, پنجشنبهد دغه کار په تر سره کيدو سره به په هيواد کي روان يو کلن سياسي کړکيچ هم پای ته ورسيږي.
که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون په رواني اونۍ کي د تير کال پارلماني ټاکنو په اړه خپله پريکړه اعلان کړه، خو دغه سازمان له تر اوسه هم نه دی توانيدلی چي په افغانستان کي روان پارلماني کړکيچ ته د پای ټکی کښېږدي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پريکړه، د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې لخوا رد سوه. د ټاکنو د کمېسيون د دغي پريکړي په وړاندي نن بيا په سلهاوو کسان په کابل کي سوله ييز لاريون وکړی او خپل اعتراضونه يي څرګند کړل.
د ولسمشرکرزي وياند، سيامک هروي، ويلي چي د ټاکنو د کمېسيون لخوا د دغي پريکړي له اعلان سره د ټاکنو سره تړلي ټول جنجالونه پای ته رسيدلي دي:
« د پارلماني ټاکنو سره ټړلي ټول جنجالونه د دغي پريکړي له اعلان سره پاي ته رسيدلي. د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون ورستۍ پريکړه قانوني او د تطبيق وړ ده.»
ولسمشر کرزي د افغانستان د ټاکنو کمېسيون ته دنده ورکړې ول، چي د پارلماني ټاکنو په اړه په هيواد کي روان يو کلن جنجال ته د پای ټکی کښېږدي.
دا په داسي حال کي ده چي د روان کال په جون مياشتي کي د ولسمشر کرزي لخوا جوړي سوي ځانګړي محکمې پريکړه وکړه، چي د افغانستان د پارلمان د اوسنيو وکيلانو له ډلي څخه بايد 62 کسان له پارلمان څخه و ايستل سي او پر ځای يې نوي وکيلان په دنده پيل وکړي.
وروسته له هغي چي ولسمشر کرزي او يوناما د ټاکنو د کمېسيون له پريکړي څخه ملاتړ وکړ، د پنجشنبې په ورځ څه نا څه 700 افغانان د کابل سړکونو ته را وتلي ول، ترڅو د ټاکنو د کمېسيون د پريکړي او د يوناما د دفتر په وړاندي خپل اعتراضونه وښيي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل