1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهانو له طالبانو سره د ګډ کار توصيه کړې

۱۴۰۰ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د کارپوهانو په نظر لوېديځ بايد د افغانستان له کړيدلي ولس سره بشري مرستې زياتې کړي او په دې موخه بايد له طالبانو سره ګډ کار وکړي. دمګړۍ افغانستان د لوږې بحران ګواښي.

https://p.dw.com/p/433Kr
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور: DW/S. Tanha

د واشنګټن دي. سي د ملي دفاع پوهنتون استاد حسن عباس خبرداری ورکړی چې  په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت دمګړۍ د نورو ټولو ستونزو په مقابل کې يوه جدي ستونزه ده او د طالبانو مخالفه «د داعش ترهګره ډله» ترې کيدای شي د يوې آلې په توګه کار واخلي.

د هغه په خبره طالبان له همدې کبله له اروپايي ټولنې سره همکارۍ ته ليوال دي او د داعش برعکس لوېديځ ته کوم ترهګریز ګواښ نه پيښوي.

ورته څرګندونې په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې د انستيتوت کارپوه  اسفنديار مير هم کړي دي. نوموړي په هغه کنفرانس کې چې په اروپا کې عقيدې د آزادۍ او امنیت د انستيتوت د اروپايي يهودي ملايانو له خوا پر لاره اچول شوی وو، وويل چې لوېديځ بشري مرستې بايد د اغيز اچونې د يوې آلې په توګه ونه کاروي.

د کوپنهاګن څخه د ريفسلوند ارزوونکې شبکې سياسي مشاور توره هېمنګ هم وويل چې له افغانانو سره فعاله مرسته بايد تر ټولو مهمه واوسي او دا د اروپا په ګټه هم ده.

په افغانستان کې د واک تر تغير درې مياشتې وروسته کارپوهان يوه لوري ته د طالبانو او د متحدې القاعدې شبکې ترمنځ یې د رقابت ډېريدو او بل لوري ته د مخالفې ډلې داعش خراسان ترمنځ مخ پر زياتيدونکو مخالفتونو ته اشاره کوي. په داسې حال کې چې طالبان او القاعده شبکې يوه یې په افغانستان او بله یې په منځني او نزدې ختیځ کې د لويديځ د نفوذ پر ضد مبارزه کوي، د داعش د افغانستان څانګه داعش خراسان بيا د نړيوال جهاد خبره کوي.

د کډوالو چارو ادارې کابل ته د مرستو رسولو هوايي دهلیز جوړ کړی

د کارپوهانو له نظره په دې توګه لوېديځ ته له داعش څخه ډېر خطر متوجې دی. اسفنديار مير له دې کبله په دې آند دی چې افغانستان کيدای شي په يو دوو کلونو کې دننه يو ځل بيا د اسلامي ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

خو په واشنګټن کې د «امريکا د انترپرايز انستيتوت» څخه کاترين زيمرمن د طالبانو په منځ کې د حقاني شبکې د مخکښ رول په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه شبکه هم د اسلام د خپرولو له پاره په ټوله نړۍ کې د «جهاد» پلوي کوي.

کارپوه حسن عباس هم د طالبانو ترمنځ د بېلا بېلو ډلو او نظرونو شتون ته اشاره کوي. د نوموړي په آند دغه ډلې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر بريدونو وروسته ډېر تغير کړی دی. د پخوانو جنګيالو ترڅنګ د دې ډلې کابو دوه پر دريمه برخه غړي تر دې بريدونو وروسته زيږيدلي دي. پر دې سربيره د مخدره موادو قاچاق کوونکي او نورې جنايت کارې ډلې هم شتون لري چې له طالبانو سره ورته والې لري او د هغوی په ډله حسابيږي. د عباس په خبره په ټوله کې «پنځه او يا شپږ» ډوله طالبان شتون لري.

د مسکو ستر خاخام او د اروپايي يهودي ملايانو د کنفرانس مشر پنچاس ګولدشميت وويل چې په افغانستان کې «د منځنيو پيړيو يوه ډله توانيدلې سترو قدرتونو ته ماته ورکړي. اوس دا مهمه ده چې دغه افراطيان ګاونډيو هيوادونو او له هغه ور اخوا د خپل نفوذ لمن پراخه نه کړي او بې ثباتي رامنځته نه کړي.»

ب. ص/ ن. ز (kna)