کابل له طالبانو سره د غونډې له پاره د۲۵۰ کسانو نوملړ خپور کړ
۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سهشنبهد سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپریل ۱۶نېټه) د افغانستان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د استازو او افغانانو ترمنځ د جوړیدونکې غونډې د ګډون له پاره د۲۵۰کسانو یو نوم لړ خپور کړی دی.
که څه هم طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خپل پلاوي ملاقات رد کړی، خو وايي چې په دې غونډه کې به حکومتي چارواکي د حکومت د استازو نه، بلکې د عادي افغانانو په توګه شرکت وکړي او خپل نظرونه به څرګند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویترز خبري آژانس ته د یوې تلیفوني اړیکي په ترڅ کې د لومړي ځل له پاره د دوی په پلاوي کې د ښځو د شتون خبر ورکړ. هغه ويلي دي چې يادي میرمنې د طالبانو له جګپوړو غړو سره کومه خپلوي نه لري، بلکې د دوی د تحریک غړې او ملاتړې دي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ تر پنځه ورځني ځنډ وروسته د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او د افغان سیاسي څیرو، مدني ټولنې د غړو او ډيرو نورو کسانو ترمنځ دغه غونډه پیل شي.
تر دې مخکې د روان کال په فبروري میاشت کې دې ته ورته یوه بله غونډه د روسیې په پلازمینه مسکو کې هم جوړه شوې وه.
د حکومت له لوري په خپاره شوي لست کې حکومتي چارواکي، د سیاسي ګوندونو استازي، د اپوزیسیون ځینې څیرې، پخواني جهادي مشران، د میرمنو د حقونو فعالان، د جنګونو د قرباني شوو کسانو کورنۍ، مذهبي څیرې، ځوانان او د رسنیو استازي هم ګډون لري. سربیره پر دې په دې ليست کې قومي مشران او د سولې د عالي شورا د ځینو غړو نومونه هم شامل دي.
د قطر غونډه ښايي د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د حل لارې موندلو په تړاو ستر پرمختګ وي. تر دې وړاندې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره مل پلاوي له طالبانو سره څو ځله اوږدې خبرې کړي دي.د مجاهد په خبره دغه میرمنې د طالبانو د تحریک د هڅو برخه او ملاتړي دي.
طالبان له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو کول ردوي او وايي چې د کابل اداره د امریکا لاسپوڅې اداره ده او غواړي یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې وکړي. افغان حکومت بیا تل د افغانانو په مشرتوب او د افغانانو په مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي.
AP - KH, NZ