1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او امریکا پر اقتصادي مسایلو باندې خبري اترې کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14oX4

د چین او امریکا تر منځ د څلورم وار له پاره ستراتیژیک او اقتصادي دیالوګ پیل سو. د دغو دوه ورځنیو خبرو اترو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینتن، او د دغه هیواد د مالیې وزیر تیموتي ګایتنر، د چین له لوړپوړي سیاستوال وانګ قاشین او د بهرنیو چارو وزیر دای بینګو، سره لیدلي دي.

کلینتن پرته له دې چې د یوه مشخص هیواد نوم واخلي د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې. د چین جمهور رئیس هو جین تاو، هم په متقابل ډول د هغې خبري تأیید کړې خو زیاته ئې کړه چی دا له امکان څخه لیري خبره ده چې سړی دې په هره برخه کې عین نظر ولري. د جمعې په ورځ به د چین د دفاع وزیر لیانګ ګوانګ لي، د یوې اونۍ له پاره متحده ایالاتو ته سفر وکړي.