چارواکي: طالبانو په هرات کې ۱۴ سرتیري وژلي دي
۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعهد هرات د ولایتي شورا غړي نجیب الله محبي ويلي دي چې د پنجشنبې په شپه (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې۶مه) وسله والو طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې د پوځ پر دوو امنیتي پوستو یرغل کړی چې په پایله کې یې د ملي پوځ عسکرو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د ولایتي شورا نوموړي غړي همدا راز ویلي دي چې د طالبانو او امنیتي سرتیرو ترمنځ شپږ ساعته نښته شوي او د جمعې په ورځ سهار وختي د تازه دمو سرتیرو په ورسیدو سره طالبان پر شاتګ ته اړ شوي دي. د نجیب الله محبي په خبره د تازه دمو ستریرو تر رسیدو وړاندې، طالبانو۲۱ عسکر نیولي ول.
په عین وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د پیښې په تړاو ويلي دي چې په دې نښته کې د پوځ لسو سرتیرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړل شوی دی.
بل لوري ته د هرات د ولایتي شورا بل غړي سردار بهادري د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې پیښه کې ۱۸ عسکر وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور طالبانو له ځانه سره بیولي دي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر باندې یوه ویډیو خپره کړې چې پکښې ډير عسکر په یوه خونه کې لیدل کیږي. د طالبانو ویاند ادعا کړې چې دغه عسکر یې د شینډنډ ولسوالۍ په نښته کې نیولي دي. د دې ویډیو کره والۍ تر اوسه پورې تائید شوی نه دی.
تیره اونۍ د هرات په همدې شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو او د حکومت پلوه ملیشو ترمنځ په یوه خونړۍ نښته کې ۲۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۷ نور ټپیان شول.