پوتين له امریکا سره د ښوو اړيکو هيله لري
۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعهپه وروستیو کلونو کې د امریکا او روسیې اړیکې د سوریې او اوکراین کړکیچ او همداراز د بشري حقونو، دیموکراسي او دفاعي چارو له کبله لا ترینگلي شوي دي.
په داسې حال کې چې ښايي دواړه هیوادونو د اوکراین او سوریې په وضوع کې سره یو گډ موقف ته په رسیدو کې ستونزې ولري، د روسیې ولسمشر خپل امریکایي سیال ته د دغه هیواد د آزادۍ ورځې په مناسبیت یو پیام استولی دی.
د کرملين له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د روسيې مشر هيله څرگنده کړه... چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې به د واقعیتونو او مساوات پر بنسټ د نظر پر اختلافونو سربیره، ښې شي.»
په بیانیه کې روښانه شوې ده چې ولسمشر پوتین، اوباما ته په خپل پیغام کې پر دې ټینگار کړی دی چې امریکا او روسیه د نړیوال ثبات او امنیت د ټینگښت په برخه کې هم لوی مسئولیتونه لري، ځکه نو یوازي د خپلو اتباعو په اړه نه، بلکې د ټولي نړۍ په اړه فکر وکړي.
دغه پیام یوه موضوع روښانه کوی، چې روسیه هم غواړي په نړیوالو چارو کې د امریکا متحده ایالاتو په شان مساوي اندازه ښکیل ووسي.
دغه دواړه هیوادونه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، اتومي وسلې لري او لوی اقتصادي قدرتونه شمیرل کیږي.
د کریملن له خوا په خپره شوې بیانیه کې پر مسکو باندي د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني له خوا لگیدلو اقتصادي بندیزونو ته اشاره نه ده شوې.
دغه بندیزونه د اوکراین په موضوع کې د روسیې د موقف له کبله پر دې هیواد باندي لگول شوي دي.
د پوتین سږنۍ پیام د تیر کال د پیام په پرتله یو څه سوړ وو. تیر کال هغه «ډاډمنتیا» څرگنده کړې وه چې امریکا او روسیه به د مسایلو په حلولو کې به په یوځای کار کولو وتوانیږي.
د امریکا او روسیې تر منځ د اوکراین شخړي له پیلیدو سره اړیکې ترینگلې شوې. مسکو پر واشنگټن باندي تور ولگاوه چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د پوتین پر ضد مظاهرې تنظیم کړې وې او واشنگټن بیا پر مسکو باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو تورونه لگوي.