1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما روسيه په نورو بنديزونو گواښلې ده

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د اوکراين د کړکېچ په اړه اوباما نرمښت نه پيژني. هغه ويلي دي که روسيه خپل پاروونکي کړه وړه نه ودروي نو نور بنديزونه به هم ورباندي ولگيږي. په پام کي ده چي په خارکوف کي به د خبرو اترو دوهم گيردی مېز جوړ سي.

https://p.dw.com/p/1C1cS
انځور: Reuters

د امريکا د جمهوري رياست دفتر د مالوماتو له مخي، جمهور رئيس بارک اوباما له خپل فرانسوي سيال فرانسوا اولاند سره په يوه تليفوني تماس کي ويلي دي چي «که روسيه په اوکراين کي خپل پاروونکي کړه وکړه نه ودروي، د پام وړ اضافي تاوان به يې پرغاړه ولوېږي».

اوباما دغه راز د اوکراين د انتقالي حکومت هغه تلاښونه ستايلي دي چي غواړي دغه هيواد د جمهوري رياست د آزادو او عادلانه ټاکنو له لاري سره متحد کړي. په پلان کي ده چي د اوکراين د جمهوري رياست ټاکني به د می مياشتي پر ۲۵ نېټه ترسره سي. امريکا متحده ايالاتو اوس هم پر روسيې باندي د اوکراين کړکېچ د سياست په اړه بنديزونه لگولي دي.

د اوکراين د سولي تر لومړيو بې نتيجې خبرو اترو وروسته په پام کي ده چي نن د شنبې ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۷) د دغه هيواد په ختيځ کي په اول وار خبري اتري وسي. د گردي مېز خبري اتري نن په ميليوني ښار خارکوف کي پيليږي.

د خبرو اترو دغه مېز ته د پارلمان غړي او حکومتي سياستوال وربلل سوي دي، چي په دې ډله کي پخواني جمهور رئيسان ليونيد کراوچوک او ليونيد کوچما، هم شامل دي. د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان په استازيتوب به پخوانی آلمانی ديپلومات ولفگنگ ايشينگر، غونډه پر مخ وړي.

بېلتون غوښتونکي په غونډه کي شامل نه دی

د کيف د لوېديځ پلوه حکومت د مالوماتو له مخي په دغه غونډه کي بيا هم بېلتون غوښتونکي شامل نه دي. د گردي مېز د خبرو اترو په لومړۍ دوره کي هم د اعتراض کوونکو هيڅ مشر ناست نه وو، چي د روسي پلوه فعالانو له خوا سختي نيوکي ورباني وسې.

روسيې هم په وارو وارو ويلي دي چي د ټولو اړخونو ترمنځ بايد خبري وسي. خو د کيف حکومت پر دې باندي ټينگار کوي چي خبري اتري يوازي له هغو کسانو سره امکان لري چي «لاسونه يې په وينو سره نه وي».

د جمعې په ورځ روسيه پلوه بېلتون غوښتونکو د اوکراين په ختيځ دنيڅک ښار کي د دغه هيواد د ملي گارد يوه قراگاه په خپل کنترول کي راوستله.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي وسله وال کسان د اوکراين د کورنيو چارو وزارت د ځانگړو ځواکونو قراه گاته ورغلل او د هغه د نيولو اعلان يې وکړ. آژانس ليکي وروسته له هغه چي د بېلتون غوښتونکو يوه وياند د دغي قرارگاه په عمومي دروازه کي وويل چي «نور د دغي اډې کنترول زموږ په لاس کي دی» د اوکراين عسکرو مقاومت نه وکړ او لږ وروسته په خپلو موټرو کي له دغي قراگاه څخه ووتل.

د تيري يکشنبې په ورځ روسي پلوه فعالانو د اوکراين په ختيځ لوگانسک او دنيڅک کي ټولپوښته (ريفرندم) تر سره کړ، چي په هغه کي د ريفرندم د ترسره کوونکو د معلوماتو له مخي ستر اکثريت له اوکراين څخه د بېلتون په حق کي رايه ورکړه.

په اوږده موده کي بيا بېلتون غوښتونکي غواړي چي له روسيې سره يو ځای سي. خو د اوکراين انتقالي لوېديځ پلوه حکومت او ډيرو غربي هيوادونو دغه ټولپوښتنه په رسميت پېژندلې نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب