په یمن کې د اوربند د پیلیدو په هکله هیلې
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبهد هغو یمني ځواکونو یوه ویاند چې له حوثی ياغیانو سره یو ځای جګړه کوي، ویلي دي یمن هغه پنځه ورځینی اوربند چې تر دې مخکې د سعودي عربستان له خوا وړاندیز شوی وو منلی دی.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې دغه اوربند به د سه شنبې په ورځ پیل شي. د اوربند پر مهال په مرسته کوونکي هیوادونه او دارې د دې چانس ولري چې له ستونزو سره مخامخو کسانو ته مرستې ورسوي.
له حوثي یاغیانو سره د یوځای شویو ځواکونو ویاند شرف لقمان، د یاغیانو تر کنترول لاندې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر هغه وروسته چې یو شمیر ملګرو هیوادونو موافقه وکړه چې یو بشري اوربند رامنځ ته شي او تجارتي کښتۍ د دې چانس پیدا کړي چې د یمن سواحلو ته ورسیږي او یمن ته بشري مرستې راوړي، موږ له دغه اوربند سره خپله موافقه اعلانوو.»
لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا پخپله حوثي چنګیالي هم له دغه اوربند سره موافق دي او که نه. خو د دې ډلې له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي، هغوی به له هر هغه اقدام سره چې د یمن د خلکو زوریدو ته د پای ټکی ږدي، په مثبت ډول اقدام وکړي.
د سعودي عربستان په مشري یو پوځي ایتلاف اوس هڅه کوي چې د حوثي یاغیانو پوځي قابلیتونه راټیټوي. سعودي عربستان چې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې یې پر یمن بمبارۍ پیل کړي دي، د نهو عربو، بریتانیې، فرانسې او امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن دی.
سعودي عربستان غواړي یو ځل بیا د یمن پخوانی ولسمشر واک ته ورسیږي او حوثی یاغیان له پلازمینې څخه ووځي.
ملګرو ملتونو په یمن کې د خرابیدونکي بشري وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. پر یمن باندې د سعودي عربستان د هوایی برید د پیلیدو راهیسی ۱۴۰۰ انسانانو خپل ژوند لا لاسه ورکړی دی.