1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي ۳۸ ميليونه انسانان په خپلو هيوادونو کي بې ځايه دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

د دوهمي نړيوالي جگړې تر ختمېدو وروسته په خپلو هيوادونو کي د بې ځايه سوو کسانو دغه شمېر ساری نه لري. تر ټولو زیات په سوريه، عراق، نايجيريا، جنوبي سوډان او کانگو کي انسانان بې ځايه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FMAs
انځور: DW/Uwaisu Idris

د ناروې د پناه ورکولو شورا هر کال په نړۍ کي په خپلو هيوادونو کي د بې ځايه سوو کورنيو په اړه راپور خپروي. دغي شورا د ۲۰۱۴م کال په اړه د چهارشنبې په ورځ د خپلي څېړني نتيجه خپره کړې ده.

د دغي شورا د رپوټ له مخي په مختلفو هيوادونو کي کورنۍ جگړې او زورزياتی د دې سبب سوي دي چي نزدې ۳۸ ميليونه انسانان په خپلو هيوادونو کي بې ځايه سي. په تير ميلادي کال کي ۱۱ ميليونه انسانان د خپلو اوسېدو له اصلي ځايونو څخه تښتېدلي دي خو له هيواده وتلي نه دي.

په دې سره نو په تير مېلادي کال کي په منځنۍ کچه هره ورځ نزدې ۳۰ زره کسان بې ځايه سوي دي.

د دغو بې ځايه سوو کسانو نزدې ۶۰ سلنه ئې د سوريې، عراق، جنوبي سودان، نايجيريا او کانگو ديموکراتيک جمهوريت اوسېدونکي دي.

اوس سوريه په نړۍ کي د هغو هيوادونو د ليست په سر کي دی چي ډېر کسان پکښې بې ځايه سوي دي. د ناروې د پناه ورکولو شورا د رپوت له مخي په سوريه کي تر ۷،۵ ميليونه ډېر انسانان بې ځايه سوي دي چي دا د سوريې د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي.

نايجيريا چي د افريقا تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هيواد دئ، د تروريستي ډلي بوکوحرام له ويري ئې په سوونو زره انسانان بې ځايه سوي دي.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چي پکښې ډيري کورنۍ له خپلو اصلي ټاټوبو څخه وتلي او په نورو ښارونو او دښتونو کي ئې پناه اخيستې ده.

په اروپا کي بې ځايه سوي

په اروپا کي هم د ۱۹۹۰ لسيزي په وروستيو کي د يوگسلاويا تر جنگ وروسته، اوس بې ځايه سوي ډېر سوي دي. د اوکراين کړکېچ د دې سبب سوی دئ چي د دغه هيواد په دننه کي نزدې ۶۴۶۵۰۰ کسان بې ځايه سي.

د کډوالو په برخه کي د ملگرو ملتونو د عالي کميسيارۍ مرستيال فولکر ترک، د ناروې شورا د رپوټ د خپرولو پرمهال وويل چي د کورنيو بې ځايه سوو کسانو ډېر ئې تلاښ کوي چي په هره بيه چي وي له هيواده ووزي.

په افغانستان کي بې ځايه سوي: هغه کوچنيان چي په کابل کي ئې پناه اخيستې ده
په افغانستان کي بې ځايه سوي: هغه کوچنيان چي په کابل کي ئې پناه اخيستې دهانځور: DW/H. Sirat