1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کې یوې چاودني د قوماندان په ګډون پنځه کسان ووژل

۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په کندهار کې یوې چاودنې د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون پنځه کسان وژلي دي. د برید بړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2wEcv
Karte Afghanistan Provinz Kandahar Englisch
انځور: DW

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني، ویلي دي چې ډګروال جانان ماما، چې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون برخي مشر وو له خپلو درو ساتونکونو سره د چهارشنبې په ورځ بريد کې وژل شوی دی. په دې پیښه کې یو ملکي کس هم وژل شوی دی.

د دراني په خبره چاودنه د یوه مقناطیسي بم له کبله رامنخ ته شوې چې د ځايي قوماندان په موټر کې ځای پر ځای شوی وو. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. دغه ډله وخت نا وخت پر افغان چارواکو باندې بریدونه ترسره کوي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي محمد ناصر، هم له رسنیو سره په خبرو کې د قومندان جانان ماما وژل کیدل تایید کړ ې دي. هغه زیاته کړې چې په پیښه کې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

(ms/nz (DPA,AP