شخړي
په کندز کې د آلمان پر ترانسپورتي الوتکو ډزې شوي
۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبهاعلان
د آلمان پوځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې دغو الوتکو له کندز ولایت څخه د مزارشریف ښار پر لور پرواز کړی وو چې ورباندې ډزې وشوې.
آلمان په مزارشریف ښار کې لویه پوځي اډه لري. دغه هیواد په ټول افغانستان کې د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې سرتیري لري چې ډیر یې په بلخ ولایت کې میشت دي.
په بیانیه کې راغلي دي چې آلماني الوتکو هم له ډزو سره تر مخامخیدو ورسته، ځوابي ډزې کړي خو روښانه شوې ده چې په پیښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې.