په کابل کې یوه برمته شوې استراليایي بیرته آزاد شوې
۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبهد اسرالیا د نشراتو ادارې ویلي دي چې دغه ښځه یوه مرستندویه کارکوونکې وه او تیر کال په نومبر میاشت کې په کابل کې برمته شوې وه. د استرالیا د بهرنیو چارو ادارې په یوې اعلامیې کې راغلي دي: «په افغانستان کې یوه برمته شوې استرالیايي ښځه آزاده شوې ده.»
په اعلامیې کې له افغان چارواکو هم د هغوی د مرستې له کبله مننه شوې ده. د اسرالیا د بهرنیو چارو ادارې ویلي دي: «کورنۍ یې راتګ ته خوشحاله ده او له رسنیو څخه هیله لري چې په دې وخت کې د دې کورنۍ د شخصي حریم درناوی وکړي.»
استرالیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د نه تلو سپارښتنه کوي. د دې هیواد د سفر په وروستۍ مشاورتې خپرونه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د مرستندویه کارکوونکو، خبریالانو او د بهرنیو شرکتونو د کارکوونکو د برمته کیدو ګواښ موجود دی: «افغانستان ته د ډیر خطرناکه امنیي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ ګواښ له کبله سفر مه کوئ.»
تیره میاشت هم یوه استرالیایي مرستندویه کارکوونکې کترین جین وسلن، له برمته کوونکو څخه آزاده شوې وه. هغه د ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو له خو په جلال آباد ښار کې برمته شوې وه.
خو اوس هم یو استرالیایي، په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون استاد تیموتي ویکس، چې په افغانستان کې برمته شوی وو، د هغوی په بند کې دی.