په کابل کي د سعودي عربستان سفارت بيرته پرانستل سو
۱۳۹۰ مهر ۱۰, یکشنبهد بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي، په کابل کي خبريالانو ته وويل دغه ډيپلوماتان د تيري پنجشنبي په ورځ کابل ته ستانه سوي او نن يي رسماً خپل کار له سره پيل کړ.
« په کابل کي د سعودي عربستان سفارت ډيپلوماټانو د امنيتي مسايلو په دليل کابل پريښي ؤ، د پنجشبې په ورځ بيرته کابل ته راغلي او ټاکل سوي ده چي د افغان حجيانو له پاره د ويزو د ورکړي ځنډ به جبران کړي.»
په همدې حال کي د حج او اوقافو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چي سعودي عربستان ته به د افغان حاجيانو لومړي الوتنه د دوشنبې په ورځ ترسره سي.
ددغه وزارت اداري او مالي معين داعي الحق عابد وويل له کابل څخه د سعودي عربستان د ډيپلوماټانو وتلو افغان زايرين له ستونزو سره مخ کړل.
د ښاغلي عابد په خبره بايد ۵ ورځي وړاندي د افغان حج زيارت کوونکو لومړي الوتنه د سعودي عربستان پر لور شوې وای.
دی وايي د سعودي عربستان د يپلوماټانو له راګرځيدو سره سم د جمعې په ورځ هغه هيواد ته د افغان حج زيارت کوونکو د ليږدوني له پاره چمتوالي پيل سوی دی.
ده وويل سعودي عربستان ته د افغان حج زايرينو د ليږد له پاره د آريانا افغان هوايي شرکت او کام اير شرکتونو سره هوکړه سوې او ددغو شرکتونو چارواکو ژمنه کړي چي هره ورځ به ۳۰۰۰ کسان سعودي عربستان ته وليږدوي.
« نن د ۱۵۰۰ افغان حج زيارت کوونکو پاسپورتونه د ويزو په موخه د سعودي عربستان سفارت ته ليږل شوي، چي ددغه سفارت له ژمني سره سم به هره ورځ په همدي شمير کي زايرينو ته ويزي صادروي.»
د حج او اوقافو وزارت په داسي حال کي د يوه دولتي او يوه خصوصي هوايي شرکت له لاري سعودي عربستان د حج زايرينو د ليږد خبر ورکوي، چي تردي وړاندي ويل سوي ؤ سږ کال به يوازي دولتي هوايي شرکت افغان زايرين سعودي عربستان ته وليږدوي.
ټاکل سوې سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج د مراسمو د پر ځای کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ سي.
رضوان / کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل