1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولی په پروسه کی د سعودي عرب منځګړیتوب

۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

ملک ته د ټیکاود راوستلو او د اوسنۍ سیاسي لانجې د حل لاري د موندلو په لړ کې افغان جمهور ریس حامد کرزی تیره شپه د سعودي عربستان پلازمیني ریاض ښار ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/12OZ6
د افغانستان د سولی د جرګی استازو ته وینا کوی
د افغانستان د سولی د جرګی استازو ته وینا کویانځور: AP

  ټاکل شوې ده ښاغلى کرزى به دسعودي عربستان پاچا عبدالله او نورو مشرانو سره په ليدنو کې دمنځ رويه طالب تندلارو په افغان ټولنه کې دورګډولو په باب له هغوي سره خبري وکړي او په دې برخه کې به له سعودی عربستان څخه د رول لوبولو غوښتونکی سي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه دویچې ویلي ته په را استول سوي یوه وېنا پاڼه کې راغلي چې له حامد کرزي سره  سعودی عرب ته په سفر تللي ډله کې  د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمى رسول، د كورنيو چارو وزير سترجنرال بسم الله محمدي، د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان، د حج او اوقافو وزير ډاكټر يوسف نيازى، د اساسي قانون پر تطبيق باندې د څار د كميسيون رئيس پوهاند ګل الرحمن قاضي، د ولسمشرارشد سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د ملک د عالمانو  شورا رئيس مولوي قيام الدين كشاف او د سولې دعالي شورا غړى الحاج دين محمد ملگرتيا كوي.

د ارګ ماڼۍ ویلي چی  د دې سفر مهمه برخه به همدا وي او هڅه به وشي چې له دغه هېواده د افغانستان د کورنيو او سيمه ييزو ستونزو د حل لپاره يو لړ غوښتنې وسي.
دا په روان ۲۰۱۱ کال کې سعودي عربستان ته د افغان ولسمشر لومړی سفر دی خو تر دې دمخه نوموړی د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ  میاشت کې سعودي عربستان ته د هغه ملک د شاه په رسمي بلنه ورغلی وو.

کابل په دې باور دی چې په اسلامي نړۍ کې د سعودي ځانګړی دريځ او دغلته د مسلمانانو د ډېرو سپېڅلو ځايونو شتوالی به د افغانانوشخړې په حل سعودي واکمنو ته لوی لاس ورکړي.
دغه هېواد په تېرو درو لسيزو کې د افغاني جنګي ډلو د څو مهمو جرګو کوربه هم و، خو دنژدې ټولو نتيجې يې بې له ځنډه له پامه غورځول شوې وې.
ولسمشر کرزی هم د خپل ملک د سیاسي لانجې د هوارۍ او د وینو تویدود بندېدو په لاره کې د سعودی رول ډیر اغیزناک بولي.

نوموړي څه موده دمخه په کابل کې یوې خبري غونډي ته ویلي وو چې دی به له سعودي  نیولي بیا  له هر بل ملک څخه له خپلو وسله والو مخالفینو سره د سولی په لار کې د مرستي غوښتنه وکړي.

عربستان په هغو دریو هیوادونو  کی وو چی په ۱۹۹۶ کال کې یې د کابل تر نیواک وروسته د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژانده او اوس هم داسي ویل کیږي چی دغه ملک او سیاست وال یې لا هم پر طالبانو اغیز لریي.
ايا له سعودي عربستانه د افغانستان د شخړې د حل په اړه د کومې مهمې تمه کیدای سي که څنګه په اړه یی د ولسمشرۍ د ماڼۍ یوه ویاند سیامک هروي وویل چی حامد کرزی به د سعودي له پادشاه شاه عبدالله سره تر لیدو کتو وروسته د عمری حج   په مراسمو کی برخه واخلی او له هغه وروسته به د سعودي له کلیدي نورو چارواکو سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو په  تفصیل خبري وکړي.

ویل کیږی چی افغان ولسمشر سعودي عربستان ته په خپل تیر سفر کی هم د هغه ملک له شاهي کورنۍ څخه غوښتي وو چی د افغان سولي په پروسه کی ورسره مرسته وکړي.

ریاض ته د حامد کرزي سفر په داسي وخت کی صورت مومي چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د خپل تدریجي خروج برنامه له جولاۍ میاشتي راهیسې پیل کړي ده.

اوس کابل په دې لټه کی دی چی په سیمه کې د خپلو ملګرو اسلامي هیوادونو د مرستوپه را جلبولو سره د بهرنیو ځواکونو احتمالي رامنځ ته کیدونکي تشه ډکه کړي.

کابل/ میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم