په کابل کي د ايران د اعتراضونو د ملاتړ لاريون
۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبهد فرانسې خبري آژانس په حواله، د دغو ښځو شمیر چې شا او خوا ۲۵ ته رسېد، په کابل کې د ایران سفارت ودانۍ مخې ته راټولې شوې وې. خو د طالبانو ځواکونو په مداخلې او هوايي ډزو سره تيتې پرکې شوې.
اعتراض کوونکو ښځو په يو غږ د «ښځې، ژوند، آزادي» شعارونه ورکول کوم چې د مهسا اميني په ملاتړ د ایران په اعتراضونو کې ورکول کيږي.
د ایران احتجاجونه؛ ایران په عراق کې کردي ملیشې په نخښه کړي
دغو ښځو همدارنګه له ځانه سره بنرونه ليږدول چې ورباندې «ایران راپورته شوی، اوس زموږ وار دی،» او «له کابله تر ایران پورې ديکتاتورۍ ته نه ووايئ» لیکل شوي وو.
د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهسا په مړینه کې پولیس ملامت نه دي
مهسا اميني، شا او خوا دوې اوونۍ مخکې په ايران کې د پولیسو له خوا ونېول شوه چې بېا په توقیف کې مړه شوه. تر هغې وروسته په ایران او بهر مختلفو هیوادونو کې د نوموړې په ملاتړ او د ایران حکومت پر ضد اعتراضونه شوي دي.
رپوټونه وايي چې په اعتراضونو کې په لسونو کسان وژل شوي او ډېر نور پولیسو نيولي دي.
د نړۍ يو شمیر سیاستوالو، هنرمندانو او پېژندلو څېرو هم د مهسا اميني په مړېنه خپګان او د ايراني ښځو د حقونو ملاتړ ښودلی دی.