په پکتیا کې له زندانه اووه بندیان تښتیدلي
۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبهد پکتیا ولایت ځایي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۱۳مه) د دغه ولایت له مرکزي زندانه د اوو بندیانو د تښتیدو خبر ورکړی دی. د پکتیا د والي ویاند وایي چې دغه بندیان تیره شپه هغه وخت تښتیدلي چې د محبس مسجد ته د لمانځه د ادا کولو له پاره ورغلي وو.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پکتیا ولایت د عمومي زندان څخه چې په ګردیز کې موقعیت لري د شپې د اتو او نهو بجو ترمنځ اووه بندیان تښتیدلي دي.» حسرت د دغو کسانو د تیښتې د څرانګوالي په هکله وویل: «لومړني معلومات ښيې چې دغه بندیان د لمانځه د ادا کولو له پاره [د زندان] مسجد ته تللي وو، خو د مسجد د کړکۍ ښيښه یې ماته کړې او تښتیدلي دي.»
د پکتیا ځایي چارواکي وایي چې د دغو اوو کسانو په ډله کې درې تنه د طالبانو غړي ول، یو کس چې د قتل په جرم محکوم شوی وو، یو زنداني د ملي خیانت مرتکب شوی وو او دوه نور تنه د فریبکارۍ په جرم بندیان ول.