1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيکا کې يو تن پوليس او دوه تنه مشکوک طالبان وژل شوي دي

۱۳۸۵ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د افغانتسان په ختيځ کې د پوليسو يو موټر په يو ماين باندې وخوت او والوت، په دغه پېښه کې يو تن پوليس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي. لږه شېبه وروسته مشکوکو طالبانو په دوی باندې بريد وکړ، دا په داسې حال کې چې پوليسو د چاودنې ځای پلټه.

https://p.dw.com/p/DKAV
دغه پېښه د پکتيکا په وازی ها نومي سيمې کې رامنځ ته شوې ده
دغه پېښه د پکتيکا په وازی ها نومي سيمې کې رامنځ ته شوې دهانځور: AP
په دغه نښته کې د پکتيکا د والي د وياند محمد غمي په وينا دوه تنه بريدکونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه د پکتيکا په وازی ها نومي سيمې کې رامنځ ته شوې ده. په کندهار کې دوو تنو طالبانو د پوليسو په يو افسر باندې ټکان وکړل کله چې دی خپل کور ته روان و. د پوليسو يو بل صاحب منصب نظير احمد وويل چې نوموړي پوليس ځوابي ډزې وکړې چې په پايله کې يو تن بريدکونکی ووژل او يو بل ټپي شو. د امريکا تر مشرۍ ائيتلافي ځواکونو په عين حال کې څلور تنه نيولي دي. په دوی باندې تور لگول کېږي چې له بغاوت کونکو سره يې له پولې څخه په اوښتلو کې مرسته کړې ده. له نيول شويو سره پيسې او وسلې پيدا شوي دي.