په ټاکنو کې د بشارالاسد د بریا اټکل کیږي
۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه
د سوریې ولسمشریزې ټاکنې یوازې په هغو سیمو کې تر سره شوې چې تر حکومتي کنترول لاندې دي. د رایو ورکولو مرکزونه د سیمې پر وخت په نیمه شپه وتړل شول. د رایو ورکولو موده ځکه وغځول شوه چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې په ټاکنو کې د خلکو گډون ډیر وو.
د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چې د رایو ورکولو د بهیر تر ختمیدو وروسته په سملاسي توگه د رایو شمیرل پیل شوي دي. خو دا خبره لا تر اوسه نا معلومه ده چې رسمي پایلې به څه وخت اعلان شي. حکومت ته د یوې نزدې سرچینې له قوله ویل شوي دي چې ښایي د ټاکنو پایلې د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.
په پلازمینه دمشق کې ټاکنې په داسې حال کې تر سره شوې چې د دغه ښار په لارو کوڅو کې د ډزو او چاودونو غږونه اوریدل کیدل او په عین وخت کې د اسد په پلوۍ سندرې هم تر غوږو کیدې.
دا کابو په نیمایي پیړۍ کې لومړی ځل دی چې سوریایانو د درو کاندیدانو په منځ کې یو تن انتخابولی شو. خو داسې باور نه کیږي چې نه پخواني وزیر حسن النوري او نه هم د پارلمان پخوانی غړی مهار الحجار، دې په دغو ټاکنو کې بریا تر لاسه کړي.
هغو هیوادونو چې د سوریې د ملي ائتلاف په نامه د اپوزیسیون له ډلې څخه ملاتړ کوي دغه ټاکنې «تش په نامه» ټاکنې بللي دي. په دغو هیوادونو کې فرانسه، بریتانیه، سعودي عربستان، ترکیه او امریکا متحده ایالات شامل دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې ماري حارف، دغه ټاکنې رسوا کوونکي بللي او پر دې خبره یې ټینگار کړی دی چې ډیری خلکو دغه ټاکنې رد کړي دي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د سوریې ولسمشریزې ټاکنې د «خندا وړ» بللي دي. هغه په بروکسل کې ویلي دي چې دغه ټاکنې د آزادي، عادالت او روڼوالي پر نړیوالو معیارونو برابرې نه دي. هغه زیاته کړې ده چې هیڅ کوم متحد به یې د دغو ټاکنو پایلې و نه مني.
د سوریې په ډیری برخو کې خلک له رایې ورکولو محروم ول
د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د سوریې په کابو ۶۰ سلنه برخه کې چې د حکومت تر کنتروله بهر ده رایې نه دي ورکړل شوي. د رسمي ارقامو له مخې د سوریې د ۱۵،۶ میلیونه د رایې ورکول له حق لرونکو وگړو څخه غوښتل شوي ول، چې په ۹۶۰۱ مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي. خو د پاڅون کوونکو له لوري په شمال او ختیځ کې په کنترولیدونکو سیمو کې رایې اچونه نه ده تر سره شوې. ډیری کسان چې د رایې ورکولو مستحق وو، د جگړې په پایله کې له خپلو سیمو څخه د بې ځای کیدو له کبله نه دي توانیدلي چې خپلې رایې وکاروي.
د ملگرو ملتونو ادارې وایي چې د سوریې د نفوس تر ۴۰ زیاته برخه د روان کړکیچ له کبله له خپلو ځایونه څخه بې ځایه شوي دي. شاوخوا ۲،۸ میلیونه سوریایان گاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي.