ايران د سوريې جگړې ته افغانان استخداموي
۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۶, جمعهوالستريت ژورنال د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۵) ناوخته د افغان او غربي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چي ايران د دې کار په مقابل کي افغانانو ته د مياشتي ۵۰۰ ډالره حق الزحمه او په ايران کي د اوسیدو اجازه منلې ده.
ايران چي ډيری وگړي يې شيعه مسلمانان دي د سوريې په کورنۍ جگړه کي د بشارالااسد په پلوي جنگیږي. دغه جنگ کې چی له درو کلونو راهيسي روان دی د سني مسلمانانو ياغي ډلي د بشارلااسد رژيم پرضد جنگیږي.
ژورنال ليکي چي د سپاه پاسدارانو له خوا د افغان کډوال د استخدام په اړه معلومات په روانه اوونۍ کي د افغان کډوالو لپاره په یو ځانگړي سوي بلاگ کي ليکل سوي ول.
دغه خبره په ايران کي د شيعه گانو په مقدس ښار «قم» کي د افغانانو د مذهبي مشر حضرت ايت الله محقق کابلي، د دفتر له خوا هم تائيد سوې ده.
ورځپاڼي په ايران کي د يوه غربي مامور له قوله ليکلي دي چي د افغانانو استخدام د هغي ستراتيژۍ يوه برخه کي ده چي له مخي يې وږي خلک جنگ ته لیږل کيږي.
دغه چارواکي ويلي دي: «له دغه کار څخه هدف د سپاه پاسداران او په لبنان کي د تهران حکومت ته نژدې حزب الله ملېشې د جنگياليو د تلفاتو مخنيوی دی.»
تهران د سوريې په کورنۍ جگړه کي په مخامخ توگه د خپلي پوځي ښکلتيا خبره په ټينگه ردوي، خو حزب الله بيا د تير میلادي کال په اپريل مياشت کي په زغرده وويل چي له اسد ځواکونو سره اوږه پر اوږه جنگیږي.
والستريت ژورنال ليکلي دي، لکه د حزب الله جنگيالي او نور ډير ايرانيانان، دغه استخدام شوی افغانانان هم شیعه مذهبه دی او وویل کیږی چی له بشارالاسد څخه ملاتړ کوی. بشارالاسد علوی مذهبه دی چی د شیعه اسلام یوه څانگه ده.